لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق کې نوى حکومت جوړ شوى، دامريکاهرکلى


په دغه حکومت کې کرد اؤ سُني مرستيال وزيران هم شامل دي اؤ ددې ترڅنگ معتدل فکر لرونکى شيعه مشر حيدرالعبادي هم ددغه ائتلافي حکومت برخه ده.
په دغه حکومت کې کرد اؤ سُني مرستيال وزيران هم شامل دي اؤ ددې ترڅنگ معتدل فکر لرونکى شيعه مشر حيدرالعبادي هم ددغه ائتلافي حکومت برخه ده.

دعراق پارليمان دوزيراعظم حيدر العبادي په مشرۍ کې دنوي حکومت دجوړيدو منظوري ورکړې ده اؤ امريکا ددغه نوي حکومت هرکلى کړى دى.

په دغه حکومت کې کرد اؤ سُني مرستيال وزيران هم شامل دي اؤ ددې ترڅنگ معتدل فکر لرونکى شيعه مشر حيدرالعبادي هم ددغه ائتلافي حکومت برخه ده.

دعراقي پارليمان له لوري دکابينې دمنظورۍ نه سمدستي پس دامريکا صدر براک اوباما عراقي وزيراعظم ته ټيليفون کړى دى.

دسپينې ماڼۍ ترمخه دخبرو په مهال دواړو مشرانو په دې خبره اتفاق کړى چې نوي عراقي حکومت ته دعراقي اولس دانديښنو لرې کولو اؤ دهغوي دتوقعاتو پوره کولو لپاره فوري گامونه اخستل پکار دي.

دامريکا خارجه وزير جان کيري هم دنوي عراقي حکومت جوړيدل يو اهم گام گرځولى اؤ دامريکا له لوري يې ورته دهرشان ممکن مدد وړانديز کړى دى.

دگل په ماښام واشنگټن کې يو پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت جان کيري وويل بغداد کې جوړيدونکى نوى حکومت دټولو عراقي وگړو ديو موټى کولو اؤ ديو مضبوط اؤ مستحکم عراق دجوړيدو توان لري.

له دې وړاندې عراقي وزيراعظم حيدر العبادي دگل په شپه شوې دپارليمان ځانگړې غونډه کې دخپلې کابينې دغړو نومونه وړاندې کړل چې ايوان يې درايې په اتفاق سره منظوري ورکړه.

وزيراعظم العبادي خپله کابينه کې دعراق دشيعه اکثريت ترڅنگ دسُني اؤ کرد اقليتونو استازي هم شامل کړي دي.

نوې کابينه کې داخله اؤ ددفاع دوزيرانو دنومونو اعلان نۀ دى شوى خو وزيراعظم پارليمان ته باور ورکړى چې په دغو دواړو اهمو عهدو به يوه اوونۍ کې دننه تقررۍ کوي چې له دې وروستو به دهغه دکابينې دغړو شميره ٣٧ؤ ته ورسيږي.

العبادي پخپله کابينه کې پخوانى موقتي وزيراعظم ابراهيم الجعفري خارجه وزير مقرر کړى اؤ داسلامک سپريم کونسل اف عراق مشر عادل عبدال مهدي ته يې دتيلو وزارت سپارلى، هم دغه شان کرد مشر روش شاويز دخزانې وزير مقرر کړل شوى.

هغه کرد مشر اؤ پخوانى خارجه وزير هوشيار زيباري، سيکولر سنُني مشر صالح المطلق، شيعه مشر اؤ پخوانى دپارليمان غړى بها اراجي مرستيال وزيراعظمان ټاکلي دي.

عراقي پارليمان دپخوانو وزيراعظمانو نوري المالکي اؤ اياد علاوي اؤ پخواني پارليمان دسپيکر اسامه النجفي دمرستيال صدر دمقررولو منظوري هم ورکړې ده.

عراقي کې دمرستيال صدر عهده علامتي وي اؤ په دغه عهده تعينات کيدونکي دريواړه مشران ديو بل سياسي حريفان گڼلى شي.

دعراق دنوي وزيراعظم حيدر العبادي تعلق هم دپخواني وزيراعظم نورالمالکي دشيعه گوند اسلامک دعوة گوند سره دى چاچې دعراقي نيمې خپلواکه سيمې عراقي کرستان سره داړيکو بحالي، داختياراتو ويش اؤ دعراقي پوځ بيا بحالي دخپل حکومت ترجيحات گرځولي.

دپارليمان له لوري دکابينې دمنظورۍ نه پس خپل خطاب کې عراقي وزيراعظم وويل هغه به دعراق دټولو طبقو سره په شريکه دتندروه تنظيم دولت اسلاميه مقابله کوي ، دغه ډلې دعراق په ٣٠ فيصده علاقې قبضه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG