لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف نه داستعفي اخستو نه بغير به نۀ ځم،عمران خان


 دپارليمنټ هاؤس نه بهر دازادۍ مارچ برخه والو ته پخپله وينا کې عمران خان وويل دپوځ نۀ بلکې داولس په اشاره اسلام اباد ته ورغلى اؤ دپوځ دبدنامولو کوشش کيږي ځکه چې پوځ په سياسي معامله کې مداخلت نۀ کوي.
دپارليمنټ هاؤس نه بهر دازادۍ مارچ برخه والو ته پخپله وينا کې عمران خان وويل دپوځ نۀ بلکې داولس په اشاره اسلام اباد ته ورغلى اؤ دپوځ دبدنامولو کوشش کيږي ځکه چې پوځ په سياسي معامله کې مداخلت نۀ کوي.

دحکومت مخالفه گوند مشر عمران خان يوځل بيا خپله دا غوښتنه تکرار کړې ده چې دوزيراعظم نواز شريف نه داستعفا اخستو نه بغير به اسلام اباد کې روان احتجاج نۀ ختموي.

دپارليمنټ هاؤس نه بهر دازادۍ مارچ برخه والو ته پخپله وينا کې عمران خان وويل دپوځ نۀ بلکې داولس په اشاره اسلام اباد ته ورغلى اؤ دپوځ دبدنامولو کوشش کيږي ځکه چې پوځ په سياسي معامله کې مداخلت نۀ کوي.

عمران خان وويل اسمبلۍ کې تر ټولو زيات شور مولانا فضل الرحمان اؤ محمود خان اچکزئ کوي اؤ تور يې ولگولو څوک چې څومره زيات شور کوي هم هاغه هومره زيات ډاکو دى.

عمران خان وويل حکومت اول دلاهور په ماډل ټاؤن اؤ اوس اسلام اباد کې دپوليسو لخوا په اولس تشدد وکړو اؤ زياته يې کړه چې دپوليسو گلو بټانو په پرامنه اولس ظلم کړى اؤ ٤٥ کسان يې په گولو ويشتي.

عمران خان پوښتنه راولاړه کړه چې کوم جمهوريت کې په اولس گولۍ چلولى شي؟

دتحريک انصاف چئيرمين وويل دچين صدر پاکستان ته دسرمايه کارۍ لپاره راروان ؤ خو په حقيقت کې هغه دسرمايه کارۍ لپاره نۀ بلکې حکومت دچين نه ٣٥ اربه ډالر قرضه اخسته.

عمران خان وويل چې صدر دوره دهغوي ددهرنې نۀ بلکې (دحکومت لخوا دلگول شوؤ) ٨٠٠ؤ کنټينرو په وجه ځنډولې ده اؤ دچين دصدر لخوا ددورې په ځنډولو کې تحريک انصاف قصور وار نۀ دى.

په دغه موقع عمران خان يوځل بيا وويل چې دتير کال انتخاباتاتو کې پخوانى چيف جسټس، اليکشن کميشن اؤ ريټرننگ افسران پخپلو کې يوځايې شوي وؤ اؤ نوازشريف، اليکشن کميشن اؤ افتخار چوهدري په شريکه ميچ فکس کړى ؤ.

عمران خان وويل دهغه په حلقه کې د٩ؤ مياشتو راهسې دقومي اسمبلۍ اسپيکر تراوسه دعدالت داسټى ارډر شاته پټ شوى.

هغه وويل جمهوريت اؤ بادشاهت کې فرق وي اؤ زياته يې کړه چې دلته دواکمنۍ لپاره کورنۍ خپل بچي تياروي.

عمران خان وويل چې مذاکراتي کميټۍ دې مذاکرات کوي خو هغه به دنوازشريف داستعفي نه بغير اسلام اباد نه نۀ ځي.

حکومت مخالفه ډلې پاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک دتيرو دريوؤ اوونو راهسې داسلام اباد په زياته حساسه سيمه (ريډزون) کې دحکومت خلاف احتجاج کوي اؤ وزيراعظم نواز شريف نه داستعفي غوښتنه کوي.

نوازشريف دريځ لري چې هغه دهيواد دکروړونو اولس منتخب وزيراعظم دى اؤ دوزيراعظم دچوکۍ نو دهغه دلرې کولو لپاره په ائين کې طريقه کار درج دى اؤ څوک يې داحتجاجونو اؤ مظاهرو له لارې نۀ شي لرې کولى.

تحريک انصاف مشر عمران خان تور لگوي چې دمئ ٢٠١٣م په عامو انتخاباتو کې واکمن گوند پي ايم ايل(ن) دهاغه وخت دچيف جسټس افتخار چوهدري اؤ اليکشن کميشن سره په شريکه په لويه پيمانه دهاندلي کړې وه.

خو پخواني چيف جسټس اؤ اليکشن کميشن دهغه دغه تورونه رد کړي اؤ وزيراعظم نواز شريف تيره مياشت قومي ته په ټي وي اؤ ريډيو خپل خطاب کې انتخاباتو کې دشکمنې دهاندلۍ دتورونو تحقيقاتو لپاره دسپريم کورټ په دريوؤ ججانو دمشتمل عدالتي کميشن دجوړولو تجويز وړاندې کړى ؤ.

خو عمران خان دريځ لري چې په اقتدار کې دنوازشريف دپاتې کيدو سره ددهاندلۍ ازادانه تحقيقات نۀ شي کيدى ځکه هغه دې دشفافو تحقيقاتو باوري کولو لپاره ديوې مياشتې لپاره مستعفي شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG