لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان انټلي جنس په دفتر حمله کې ١٣ جنگيالي اؤ دوه عسکر وژل شوي


 ولايتي امنيتي مشر اسدالله انصافي وائي چې تندلارو دانټلي جنس په دفتر اؤ دچټک ځواب ورکوونکو عسکرو په هيډکوارټر حمله کړې کومه چې تر يوې گينټې پورې جاري وه.
ولايتي امنيتي مشر اسدالله انصافي وائي چې تندلارو دانټلي جنس په دفتر اؤ دچټک ځواب ورکوونکو عسکرو په هيډکوارټر حمله کړې کومه چې تر يوې گينټې پورې جاري وه.

چارواکي وائي وسله والو جنگيالو دافغانستان په جنوبي ولايت غزني کې دافغان استخباراتي ادارې نيشنل ډائريکټوريټ اف سيکورټي په دفتر يوه منظمه حمله کړې چې په نتيجه کې يې ١٣ تندلاري اؤ دوه عسکر وژل شوي اؤ ٥٠ کسان ژوبل شوي دي.

دوالي وياند شفيق ننگ په دغه اړه خبريالانو ته وئيلي دي چې جنگيالو اول سحر مهال داين ډي ايس په دروازه کې دبارودو نه ډک يو گاډى الوځولى اؤ ددغه چاؤدنې نه پس دډزو تبادله شوې ده.

چارواکي وائي چې په دغه حمله کې ١٣ؤ خودکشو برخه اخستې اؤ اين ډي ايس دودانۍ سره نزدې ددوؤ لويو چاؤدنو غږونه اوريدل شوي دي.

ولايتي امنيتي مشر اسدالله انصافي وائي چې تندلارو دانټلي جنس په دفتر اؤ دچټک ځواب ورکوونکو عسکرو په هيډکوارټر حمله کړې کومه چې تر يوې گينټې پورې جاري وه.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد دحملې ذمه واري په غاړه اخستې اؤ وئيلي يې دي چې غزني کې داين ډي ايس په دفتر دبارودو نه ډک يو گاډى چول شوى دى.

دتيرخالي په ورځ هم جلال اباد کې دنيشنل ډائريکټوريټ اف سيکورټي( اين ډي ايس) په دفتر هم طالبانو حمله کړې وه چې پکې لږ ترلږه شپږ کسان وژل شوي وؤ.

ټاکل شوې ده زياتره لويديز جنگي عسکر به دسږکال په پايې کې افغانستان نه اوځي خو دامريکا اؤ کابل ترمينځ په يو امنيتي تړون لاسليک لپاره دافغانستان دصدارتي ټولټاکنو نتيجې مخې ته راتلل ضروري دي کوم چې دځنډ ښکار شوي دي.

ددغه امنيتي تړون ترمخه به ځينې امريکائي پوځيان د٢٠١٤ نه وراخوا هم افغانستان کې افغان پوځيانو ته دتربيت ورکولو اؤ دالقاعده خلاف کارروائيو کې دهغوي دمرستې لپاره پاتې کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG