لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دصورتحال جاج اخلو،امريکا


Racehorses galloping in the early morning at Upper Lambourn, southern England
Racehorses galloping in the early morning at Upper Lambourn, southern England

اسلام اباد کې دموجوده سياسي بحران په اړه امريکا په ټولو خواؤ غږ کړى چې اختلافونه دې دپرامنه مذاکراتو له لارې حل کړي.

پاکستان کې حکومت مخالفه گوندونه پاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک اسلام اباد کې دتيرو دريوؤ اوونو راهسې په احتجاج بوخت دي اؤ وزيراعظم نواز شريف نه دمستعفي کيدو غوښتنه کوي.

واشنگټن کې دبريفنگ په مهال دامريکې دخارجه محکمې ترجمانې جين ساکي وويل امريکا پاکستان کې دصورتحال په غور سره جاج اخلي خو هغې ددې اندازې لگولو نه ډډه وکړه چې دغه سياسي کړکيچ به څنگه ختميږي.

جين ساکي په مختلفو گوندونو زور راوړو چې پاکستان کې دې دجمهوريت مضبوطۍ لپاره کار وکړي.

څو اوونۍ دمخه دامريکا خارجه محکمې په ډاگه کړې وه چې پاکستان کې به دبدلون راوستو لپاره دڅه قسمه غيرائيني گامونو مخالفت کوي.

خو دنهې په ورځ ددغه بريفنگ په مهال جين ساکي پاکستان کې دحکومت اؤ مظاهرينو ترمينځ دروغې جوړې په ضرورت زور راوړو.

کله چې هغه خبر کړى شوه چې پاکستاني پارليمنټ کې موجودو مخالفو گوندونو وزيراعظم ته دملاتړ باور ورکړى اؤ دهغه دلرې کولو لپاره يې دڅه قسمه غيرائيني هڅو دمخنيوي اراده څرگنده کړې نو هغې وويل " مونږ پاکستان کې روان سياسي صورتحال دنزدې نه گورو، مونږ خپلو سيالانو سره رابطه کې يو"

هغې وويل چې پاکسان کې دجمهوريت دمضبوطۍ اؤ قانون دسرلوړۍ قائمولو لپاره حکومت اؤ په احتجاج بوختو گوندونو ته دمذاکراتو له لارې خپل اختلافونه لرې کول پکار دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG