لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : وزيراعظم هاؤس ته په روانو مظاهرينو دگيس اؤ ربړ گولۍ ورول کيږي


دغه زرگونه خلک وروستو له هغې دزيراعظم هاؤس مخې ته دورټوليدو هڅه کوي چې مشرانو يې ورته دخالي په ماسخوتن امر وکړو چې دغوښتنو نۀ منل کيدو له امله بايد نور خپل احتجاج دوزيراعظم هاؤس مخې ته يوسي.
دغه زرگونه خلک وروستو له هغې دزيراعظم هاؤس مخې ته دورټوليدو هڅه کوي چې مشرانو يې ورته دخالي په ماسخوتن امر وکړو چې دغوښتنو نۀ منل کيدو له امله بايد نور خپل احتجاج دوزيراعظم هاؤس مخې ته يوسي.

دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې په احتجاج بوخت د پاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک په زرگونو فعالين ډانگو په لاس د پارلمينټ هاؤس څخه د وزيراعظم هاؤس په لور ور روان شوي.

مظاهرينو دوزيراعظم هاؤس مخې ته اودرول شوې کنټينرې اؤ خاردارتارونه لرې کړي اؤ امنيتي ځواکونو په هغوي داوښکو بهيونکى گيس اؤ دربړ گولۍ چلولي چې له دې امله دوزيراعظم هاؤس مخې ته الغاؤ تلغاؤ جوړ دى.

دغه زرگونه خلک وروستو له هغې دزيراعظم هاؤس مخې ته دورټوليدو هڅه کوي چې مشرانو يې ورته دخالي په ماسخوتن امر وکړو چې دغوښتنو نۀ منل کيدو له امله بايد نور خپل احتجاج دوزيراعظم هاؤس مخې ته يوسي.

داسلام اباد څخه راپورونه وائي کله چې دتحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک کارکنان دوزيراعظم هاؤس مخې ته ورتيريدل نو پوليسو لاره ورکړه خو وزيراعظم هاؤس سره نزدې په هغوي امنيتي ځواکونو دربړ گولۍ اؤ اوښکې بهيونکې گيسوه ورولي چې له دې امله دغه په زرگونو مظاهرين يوځل بيا دشاهراه دستور په لور روان شوي دي.

له دې وړاندې دپاکستان وزيراعظم نوازشريف هيله ښکاره کړې وه چې په اسلام اباد کې روان سياسي کړ کيچ به په ورځ دوه کې هوار شي.

.عمران خان اؤ طاهرالقادري غوښتنه کوي چې وزيراعظم نوازشريف دې دخپل منصب څخه مستعفي شي خو حکومت دهغوي دغه غوښتنه رد کړې ده.

دپاکستان پوځ دوړاندې څخه په ډاگه کړې وه چې دحکومتي ودانو ساتل دهغوي ذمه واري ده.

په مظاهرينو دپوليسو لخوا دربړ دگولو اؤ شيلنگ داستعمال څخه وروستو جوړ شوي الغاؤ تلغاؤ کې ښځې اؤ ماشومان هم ليدل کيږي چې منډې وهي اؤ ځانونه خوندي مقاماتو ته وباسي.

دپاکستان ددفاع وزير خواجه اصف ميډيا ته وئيلي هيچا ته به دقانون په لاس کې داخستو اجازه ورنۀ کړل شي اؤ دپوځ لخوا دگولو چلولو اختيار حکومت سره دى.

هغه وويل که ضرورت پيښ شو نو حکومت پوځ هم رامينځته کولى شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG