لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څو زرو کسانو ته به دلکونو اولس په مينډيټ دقبضې اجازت نۀ ورکوؤ،نوازشريف


 دخالي په ورځ لاهور کې ميډيا سره خبرو کې نوازشريف وويل اسلام اباد کې روانو دهرنو دخلکو ژوند اؤ قومي معيشت اغيزمن کړى دى.
دخالي په ورځ لاهور کې ميډيا سره خبرو کې نوازشريف وويل اسلام اباد کې روانو دهرنو دخلکو ژوند اؤ قومي معيشت اغيزمن کړى دى.

دپاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف وئيلي دي چې څو زرو مظاهرينو ته به دپاکستان دلکونو خلکو په مينډيټ دقبضې کولو اجازت ورنۀ کړل شي.

اپوزيشن گوندونه په وزيراعظم نوازشريف پوځ نه دتحريک انصاف اؤ عوامي تحريک دجاري دهرنو دختمولو لپاره دراوړاندې کيدو په غوښتنه سختې نيوکې کوي.

پاکستان تحريک انصاف اؤ عوامي تحريک د١٥م مارچ راهسې اسلام اباد کې دحکومت خلاف په احتجاج بوخت دي اؤ دواړه گوندونه نوازشريف نه داستعفي غوښتنه کوي.

دخالي په ورځ لاهور کې ميډيا سره خبرو کې نوازشريف وويل اسلام اباد کې روانو دهرنو دخلکو ژوند اؤ قومي معيشت اغيزمن کړى دى.

هغه وويل دڅو زرو خلکو په وجه به دټول قام مينډيټ لرونکى گوند نۀ يرغماليږي اؤ نۀ به هم دجمهوريت خلاف کوم گام برداشت کولى شي.

کله چې هغه نه وپوښتل شول که چرې دهرنې هم دغسې جاري وي نو څه به کيږي نوازشريف وويل " تاسو ليدلي دي چې په احتجاجونو کې څومره خلک دي اؤ څومره کرسۍ خالي دي" اؤ زياته يې کړه چې دا دخالي کرسو سمندر دى.

وزيراعظم وويل دهغه نه داسمبلو دماتولو اؤ دداسې څيزونو غوښتنې کيږي کوم چې دهغه په وس کې هم نۀ دي اؤ زياته يې کړه چې حکومت دانتخابي اصلاحاتو غوښتنه قبول کړې ده.

نوازشريف وويل " دمنلو جوگه غوښتنې قبول کړل شوي دي"

هغه وويل دمظاهرينو زياتره غوښتنې دمسلم ليگ(ن) دمنشور برخه ده اؤ حکومت ددې دپوره کولو اراده لري.

نوازشريف په دې خبره زور راوړو چې دهرنې دهيواد په اقتصاد منفي اغيزې کوي اؤ وې وئيل دمالديپ صدر عبدالله يامين اؤ دسري لنکا صدر مهندا راجاپاکسى پاکستان ته خپلې ټاکل شوې دورې منسوخ کړي دي.

هغه وويل چې دپاکستان دترقۍ لپاره دلويو منصوبو دپرانستې لپاره دچين صدر داسلام اباد يوه لنډه دوره کوي ،خو کله چې دغه دهرنې روانې وي نو دغه اهمه دوره هم منسوخيدى شي.

نوازشريف وويل چې قومي اسمبلۍ يو قرارداد منظور کړى چې پکې وئيل شوي دجمهوريت خلاف به يو سازش هم کاميابيدو ته پرې نۀ ښودل شي اؤ حکومت په دغه قرارداد دعمل درامد پخه اراده لري ځکه چې دا داولس غږ دى.

کله چې هغه نه پوښتنه وشوه چې ايا هغه به دپي ټي ائي مشر عمران خان سره دخبرو اترو په ذريعه معامله هواروي نو نوازشريف وويل هغه په مذاکراتو خوشحاليږي خو کوم شرطونه چې دعمران خان دطرف نه ايښودل شوي هغه دقبلولو جوگه نۀ دي.

وزيراعظم هيله څرگنده کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې دژوند چارې بيرته معمول ته راوگرځي اؤ زياته يې کړه چې حکومت دستونزو دهواري لپاره کوشش کوي.

ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل چې حکومت دپاکستان چيف جسټس ته انتخاباتو کې دشکمنې دهاندلۍ دتحقيقاتو لپاره ديو عدالتي کميشن جوړولو په غرض خط ليکلى دى.

نوازشريف وويل چې څومياشتې مخکې يې دپي ټي ائي دمشر عمران خان سره اوږده ليدنه کړې وه،هغه پوښتنه وکړه چې عمران خان دطاهرالقادري سره په شريکه داسلام اباد لوري ته په شريک مارچ چا مجبور کړو اؤ دعوه يې وکړه چې حکومت دهغه په ټولو انديښنو حل کولو کې سنجيده دى.

نوازشريف وويل دهرنا ورکوونکي قومي خوشحالۍ کې خلل پيدا کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG