لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان په حکومت دجبري بې درکۍ دپيښو دمخنيوي غږ


 دبشري حقونودفعاله کارکوونکو وينا ده چې په دغه شان جرمونو کې دسزا دنۀ ورکولو دروايتونو په وجه په جبري توگه دخلکو دتښتولو عمل روان دى.
دبشري حقونودفعاله کارکوونکو وينا ده چې په دغه شان جرمونو کې دسزا دنۀ ورکولو دروايتونو په وجه په جبري توگه دخلکو دتښتولو عمل روان دى.

هيومن رائټس کميشن اف پاکستان د جبري بې درکۍ دنړيوالې ورځې په موقع دپاکستان په حکومت زور راوړى چې جبري بې درکۍ دپيښو دمخنيوي لپاره دې موثره گامونه واخلي.

دبشري حقونودفعاله کارکوونکو وينا ده چې په دغه شان جرمونو کې دسزا دنۀ ورکولو دروايتونو په وجه په جبري توگه دخلکو دتښتولو عمل روان دى.

هيومن رائټس کميشن اف پاکستان پخپل بيان کې وئيلي دي چې بلوچستان کې دجبري بې درکۍ پيښو کې کمى راغلىخوخيبرپښتونخوا اؤ سندهـ کې دغه پيښو کې اضافه ليدل شوې ده.

دبيان ترمخه په ورکو شوؤ کسانو کې زياتره هاغه خلک شامل دي چې درايې سياسي اختلاف لري اؤ دکميشن په قول دا دقبلولو جوگه نۀ دي.

دانساني حقونو دکميشن ترمخه زياتره دغسې پيښو کې اغيزمنې کورنۍ په قانون نافذونکو ادارو تور لگوي چې رشته داران يې دنيول کيدو نه پس تر نامعلومې مودې پورې په بند کې ساتل کيږي.

ايچ ار سي پي په حکومت زور راوړى چې دجبري بې درکۍ دپيښو خاتمې لپاره دې په تيزۍ سره گامونه واخلي.

دبيان ترمخه دپاکستان شمير دنړۍ په هاغو ملکونو کې کيږي چرته چې دجبرې بې درکۍ په اړه پيښو کې زياتره نۀ حل کيږي.

پاکستان کې په جبري توگه دخلکو دبې درکۍ معامله يوه سنجيده ستونزه پاتې شوې ده اؤ په اوسنو ورځو کې سپريم کورټ هم ددغه معاملې پخپله دنوټس اخستو نه پس ددغسې پيښو اوريدنې کوي.

ددې ترڅنگ يو عدالتي کميشن هم جوړ کړل شوى ،خو ددې باوجود په جبري توگه دتښتول شوؤ خلکو رشته داران مظاهرې کوي.

بلخوا انټر نيشنل کميشن اف جيورسټس، ايمنسټي انټرنيشنل اؤ هيومن رائټس واچ هم دپاکستان حکومت نه غوښتنه کړې ده چې ټول ملک کې دې درياستي ادارو له لوري دتښتول کيدونکو کسانو دځايې په اړه دمعلوماتو دنۀ ورکولو دناخوښه عمل مخنيوي لپاره گامونه واخلي.

دغه دريواړه بين المللي ادارې وائي چې پاکستان کې حکومت په جبري توگه دبې درکه شوؤ کسانو دځائيونو په اړه دمعلوماتو ورکولو، په دغو جرمونو کې دککړو کسانو دقانون منگولو ته راکش کولو کې ناکامه شوى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG