لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې پوځ دسياسي کړکيچ هواري ته راوړاندې شوى


وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره خبرو کې ښاغلي زاهد خان وئيلي"دا زمونږ بدنصيبي ده چې دوه گوندونه د ټول هيواد د وگړو د منتخبواستازو د پارلمان غوښتنې ته غاړه نۀ ږدي"
وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره خبرو کې ښاغلي زاهد خان وئيلي"دا زمونږ بدنصيبي ده چې دوه گوندونه د ټول هيواد د وگړو د منتخبواستازو د پارلمان غوښتنې ته غاړه نۀ ږدي"

په پاکستان کې د روان سياسي کړکيچ د هواري اميد وروستو له هغې پيدا شوى چې د وزيراعظم نوازشريف دحکومت تختې نسکورولو دپاره راپورته شوي دوه گوندونه پاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک د پوځ لخوا منځگړتوب ته د راوړاندې کيدو وروستو د حکومت ختمولو دپاره د خپلو ورکړل شوؤ مهلتونو څخه تيرشوي دي .

دتحريک انصاف مشر عمران خان تيرکال ترسره شوؤ ټولټاکنو کې د ټگۍ د تورونو په اساس اؤ دپاکستان عوامي تحريک مشر ډاکټرطاهرالقادري په لاهور کې د خپل گوند د کارکنانو د وژنې خلاف د تيرو څوارلسو ورځو راهسې پلازمينې اسلام اباد ته خپل زرگونه کارکنان ورټول کړي وؤ اؤ گواښ يې کړى ؤ چې ترڅو وزيراعظم نوازشريف دحکومت څخه استعفي نۀ وي ورکړي هغوئ به اسلام اباد څخه نۀ ستنږي.

دپاکستان بيلابيلو سياسي گوندونوکۀ هرڅو په احتجاج د بوختو گوندونو اؤ حکومت ترمينځ د جوړجاړي هڅې کړې وې خو عمران خان اؤ طاهرالقادري د سياسي گوندونو د مينځگړتوب مخ نۀ ؤ کړى اؤ وئيلي يې وؤ چې هغوئ د حکومت ختميدو پرته اسلام اباد څخه واپسۍ ته تيار نۀ دي .

ددغه احتجاج په دوران کې څيړونکو انديښنه ښکاره کړې وه چې دعمران خان اؤ طاهرالقادري ددغه رويې په نتيجه کې د جمهوريت ټغر ټوليدلى اؤ پوځ په اقتدار قبضه کولى شي خو عمران خان وئيلي وؤ چې کۀ پوځ په اقتدار قبضه وکړي نو ددې ذمه وار به دهغه گوند نه بلکې پخپله حکومت وي ځکه چې نوازشريف شاهانه خويونه راخستي اؤ د مخالفو گوندونو غوښتنو ته غوږ نۀ نيسي .

خو دزيارت په ورځ په وضعيت کې وروستو له هغې ډرامايي بدلون وليدل شو چې وزيراعظم هاؤس کې ديوې ليدنې په مهال دپاکستان وزيراعظم نواز شريف دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف نه دحکومت اؤ مخالفو گوندونو پاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک ترمينځ دسياسي کړکيچ هوارولو لپاره دخپل کردار ادا کولو درخواست وکړو.

ددريوؤ ورځو دننه وزيراعظم سره دجنرل راحيل دغه دويمه ليدنه وه اؤ له دې وړاندې دميډيا راپورونو کې ددواړو مشرانو ترمينځ دغه ليدنې ته په مهم نظر کتلى شول.

دپوځ سرلښکر له دې وړاندې په وزيراعظم زور راوړى ؤ چې سياسي بحران دې زر تر زره حل کړي خو تحريک انصاف اؤ عوامي تحريک دواړو حکومت سره دنورو مذاکراتو کولو نه انکار کړى ؤ اؤ تحريک انصاف دوزيراعظم په استعفي اؤ قادري داسمبلو په ماتولو کلک ولاړ وؤ.

سرچينې وائي امکان دى چې دسياسي بحران لپاره دپوځ دروړاندې کيدو وروستو به اوس اسلام اباد کې روان سياسي کړکيچ د٢٤ؤ نه په ٤٨ؤ ساعتونو کې حل شي.

دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان وئيلي دي چې پوځ ته په موجوده صورتحال کې دمثبت کردار ادا کولو وينا شوې ده.

چوهدري نثارعلي خان وئيلي دي چې په اسلام اباد کې ناست خلک دټول ملک لپاره مسئله جوړه شوې ده خو حکومت دخبرو په ذريعه دستونزې هوارى غواړي.

هغه وويل په مشکل صورتحال کې دپوځ دخدمات حاصليدلى شي اؤ زياته يې کړه چې دسيلاب اؤ زلزلې پشان صورتحال هم پوځ تل مقابله کړې ،نثار وويل پوځ دسرحدونو دڅارنې سره داخلي سلامتۍ ته هم گوري.

هغه وويل پوځ دپاکستان دى اؤ په مشکل صورتحال کې ترې مدد اخستل کيدى شي اؤ ځکه په موجوده سياسي بحران کې پوځ ته دمثبت کردار ادا کولو وينا شوې ده.

دپاکستان عوامي تحريک مشر ډاکټر طاهرالقادري دزيارت په شپه اعلان کړى چې دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دوزيراعظم له لوري اسلام اباد کې دحکومت اؤ مظاهرينو ترمينځ دموجوده بحران دهواري لپاره ددريمگړي اؤ ضمانتي په توگه ټاکل شوى

د تحريک انصاف مشر عمران خان هم دزيارت اؤ جمعې په مينځ شپه اسلام اباد کې خپلو پلويانو ته دخطاب په وخت وويل چې دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف له لوري ورته پيغام ورکړل شوى چې هغه نن کوم غږ ورکوونکى ؤ خپل دغه غږ دې وځنډوي اؤ ځکه هغه دپوځ په وينا خپل غږ د٢٤ؤ گينټو لپاره اودروي.

عمران خان وويل دپوځ سرلښکر ورته ويل هغه چې څه کوونکى دې دسبا پورې دې اودريږي.

دپي ټي ائي مشر وويل ترڅو چې ورته انصاف نۀ وي ترلاسه شوى، تر هغې به دملک اؤ جمهوريت لپاره نۀ پشا کيږي هغه وويل" کپتان به قوم نۀ مايوسه کوي"

هغه وويل نوازشريف به دا تحريک برداشت نۀ کړى شي سبا يا خو به جشن نمانځلى شي اؤ يا به تحريک نوى اړخ خپلوي

خو دپاکستان د پښتون ملت پاله سياسي گوند عوامي نيشنل پارټۍ مرکزي وياند سناتور زاهد خان بيا د پوځ په خوله د عمران خان اؤ طاهرالقادري حکومت سره روغې جوړې ته غاړه ايښودل په پاکستان کې دسياست ناکامي گڼي.

وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره خبرو کې ښاغلي زاهد خان وئيلي" دا زمونږ بدنصيبي ده چې دوه گوندونه د ټول هيواد د وگړو د منتخبواستازو د پارلمان غوښتنې ته غاړه نۀ ږدي ."

هغه وويل" خوشحاله يو چې سياسي کړکيچ پايې ته رسي خو ددې فيصلې سره ثابته شوه چې په پاکستان کې سياست اؤ د اولس خوښه په مکمل ډول ناکام شوې اؤ د "نورو" خلکو وينا ته لبيک وئيل شوي دي."

بل لوري ته وال سټريټ جرنل پخپل يو رپورټ کې دحکومتي چارواکو له خُلې وئيلي دي چې اسلام اباد کې دروانو سياسي واقعاتو په تناظر کې دپاکستان وزيراعظم نوازشريف دهيواد پوځ سره يو تړون ته نزدې شوى چې دهغې ترمخه به حکومت په امنيتي چارو اؤ سټريټجک بهرنۍ تگلاره دخپل کنټرول ورکولو نه تيريږي

دپاکستان حکومت اؤ پوځ دوال سټريټ جرنل په دغه رپورټ تر دې وخته خپل ردعمل نۀ دى څرگند کړى.

دوال سټريټ جرنل ترمخه ددوؤ هفتو راهسې دانتظاميې اؤ مظاهرينو ترمينځ محاذارايۍ په وزيراعظم نوازشريف فشار راوستى اؤ حکومت باور کوي چې دغو مظاهرو ته دپوځ ملاتړ ترلاسه دى.

رپورټ کې وئيل شوي چې ددغه تجويز کړل شوي تړون ترمخه به وسله وال پوځونه سټريټجکي ځائيونه کنټرول کوي لکه افغانستان، انډيا اؤ امريکې سره تعلقات.

.رپورټ وائي پوځ دپخواني صدر(ر) جنرل پرويز مشرف لپاره دازادۍ وعده اخستې اؤ دا چې دنوازشريف حکومت په خفيه توگه دې خبرې ته راضى شوى چې مشرف به ديو علامتي فردجرم نه پس بهر پريږدي اؤ دغسې دمارچ په مياشت کې شوي دي.

وال سټريټ جرنل وائي حکومت ددغه تړون نه پشا شوى چې ددې په نتيجه کې دپوځ اؤ نوازشريف ترمينځ باور کم شوى.

رپورټ کې وئيل شوي دحکومتي خوا خوږو ترمخه پوځ په موجوده سياسي بحران کې دنوازشريف کمزورى حيثيت نيولى اؤ دهغه نه ددې خبرې دضمانتونو اخستو کوشش کوي چې هغه به ددغه تړون پيروي کوي اؤ دبهرنۍ تگلارې اهمې برخې چې پکې امريکې، افغانستان اؤ انډيا سره تعلقات شامل دي پريږدي اؤ دغه هر څه وسله وال پوځونه کنټرول کوي.

رپورټ وائي دوزيراعظم ترجمان اؤ گڼو حکومتي وزيرانو په دې حواله دتبصرې کولو نه ډډه کړې اؤ دپاکستان يو پوځي وياند هم دتبصرې درخواست رد کړى.

رپورټ کې دا هم وئيل شوي چې په باقې وخت کې به نوازشريف تش په نوم وزيراعظم وي.

په اسلام اباد کې يو تجزيه کار عائشه صديق وائي " که نوازشريف دنورې مودې لپاره(وزيراعظم) پاتې شو نو هغه به تش په نوم وزيراعظم وي، نړۍ به هغه سنجيده نۀ اخلي" ،راپور يو يو نرم بغاوت دمخکې شوى اؤ سوال دا دى چې دا به سختيږي؟

رپورټ کې حکومتي خواخوږو وئيلي انتظاميه دنواز شريف دورور شهباز شريف دپنجاب دوزيراعلي دعهدې نه په استعفي کيدو هم راضي شوې.

اسلام اباد کې دتحريک انصاف اؤ عوامي تحريک په زرگونو پلويان راټول شوي اؤ نوازشريف نه داستعفي غوښتنه کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG