لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان په نوازشريف بيا دمستعفي کيدو غږ کړى


 دزيارت په ورځ عمران خان اسلام اباد کې دپارليمنټ هاؤس نه بهر خپلو پلويانو ته دخطاب په وخت وويل " دفائنل ميچ لوبيدو لپاره ما سره شريک شئ، نن به فيصله ييزه ورځ وي، مونږ به نن ماښام خپله تگلاره اعلانوؤ"
دزيارت په ورځ عمران خان اسلام اباد کې دپارليمنټ هاؤس نه بهر خپلو پلويانو ته دخطاب په وخت وويل " دفائنل ميچ لوبيدو لپاره ما سره شريک شئ، نن به فيصله ييزه ورځ وي، مونږ به نن ماښام خپله تگلاره اعلانوؤ"

دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان دزيارت په ورځ يوځل بيا په وزيراعظم نوازشريف د٢٠١٣م عامو انتخاباتو کې دشوې شکمنې دهاندلۍ دتحقيقاتو لپاره دمستعفي کيدوغږ کړى اؤ وئيلي يې دي چې دنوازشريف داستعفي نه بغير به نۀ ستنيږي.

له دې وړاندې وفاقي وزير سعد رفيق ميډيا سره خبرو کې وويل چې هغوي دعمران خان دشپږو نه بجې غوښتنې منلي خو عمران خان اوس هم دنوازشريف داستعفي ضد کوي.

دزيارت په ورځ عمران خان اسلام اباد کې دپارليمنټ هاؤس نه بهر خپلو پلويانو ته دخطاب په وخت وويل " دفائنل ميچ لوبيدو لپاره ما سره شريک شئ، نن به فيصله ييزه ورځ وي، مونږ به نن ماښام خپله تگلاره اعلانوؤ"

عمران خان وويل چې دماډل ټاؤن دپيښې نه پس هم دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف داستعفي ورکولو نه انکار کړى اؤ په هغه يې زور راوړو چې دنن ماښام پورې دې استعفا ورکړي.

عمران خان وويل " ايا تاسو په مهذبه دنيا کې دغه شان رويه چرته ليدلې؟ داسې يواځې دحسني مبارک(دمصر پخوانى صدر) په جمهوريت کې کيږي،نۀ په يو حقيقي جمهوريت کې"

عمران خان وويل " دخپلو کرسو بچ کولو لپاره شريف وروڼه ملک دتباهۍ لوري ته سموي،هغوي اختيارات لري،هغوي قانون اخستى شي،خو مونږ به هغوي سره دهغوي دعملونو حساب کوؤ"

دپي ټي ائي مشر خبردارى ورکړو چې "قام به په کوڅو کې وي،نوازشريفه تا به څوک هم بچ نۀ کړى شي"

په دغه موقع هغه اليکشن کې ددهاندلۍ دازادانه تحقيقاتو لپاره وزيراعظم نه دمستعفي کيدو خپله غوښتنه يوځل بيا تکرار کړه

هغه تور ولگولو چې نوازشريف، نجم سيټهي اؤ نور په انتخابي دهاندلۍ کې شامل وؤ اؤ وې وئيل چې په دهاندلۍ کوونکو دائين دشپږم ارټيکل اطلاق کيږي.

دعمران خان اؤ طاهرالقادري په زرگونو پلويان د١٥م اگست راهسې اسلام اباد ته ورټول شوي اؤ دنوازشريف دحکومت خلاف احتجاج کوي.

تيره ورځ عمران خان اؤ طاهرالقادري دواړو حکومت سره دمذاکراتو دختمولو اعلان کړى ؤ،طاهرالقادري اعلان کړى چې نن ورځ به هغه دانقلاب دورځې په توگه نمانځي اؤ عمران خان هم نن ماښام دخپلې تگلارې اعلانولو منصوبه لري.

بل لوري ته وزيراعظم نوازشريف دغو دواړو گوندونو سره دمعاملو هوارولو لپاره دخپلو سياسي گوندونو مشرانو سره صلاح مشورې کوي.

تيره ورځ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف په نوازشريف زور راوړى ؤ چې په احتجاج دبوختو گوندونو سره دې روان سياسي کړکيچ زر تر زره حل کړي اؤ پرون وزيراعظم دمختلفو سياسي گوندونو مشرانو سره دصلاح مشورو ترڅنگ قومي اسمبلۍ ته خطاب وکړو اؤ خبردارى يې ورکړو چې دپاټلۍ نه دجمهوريت دغورځولو کومه هڅه به جمهوري قوتونه چيلنج کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG