لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان حکومت سره دمذاکراتو ختمولو اعلان کړى


اسلام اباد کې دپارليمنټ هاؤس مخې ته خپلو پلويانو ته دخطاب په وخت عمران خان وويل پي ټي ائي لچک ښکاره کړو اؤ(وزيراعظم نواز شريف نه يې) ديوې مياشتې لپاره داستعفا غوښتنه وکړه.
اسلام اباد کې دپارليمنټ هاؤس مخې ته خپلو پلويانو ته دخطاب په وخت عمران خان وويل پي ټي ائي لچک ښکاره کړو اؤ(وزيراعظم نواز شريف نه يې) ديوې مياشتې لپاره داستعفا غوښتنه وکړه.

دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان حکومت سره دمذاکراتو دختمولو اعلان کړى اؤ وئيلي يې دي چې دنورو خبرو اترو گنجائش نشته.

اسلام اباد کې دپارليمنټ هاؤس مخې ته خپلو پلويانو ته دخطاب په وخت عمران خان وويل پي ټي ائي لچک ښکاره کړو اؤ(وزيراعظم نواز شريف نه يې) ديوې مياشتې لپاره داستعفا غوښتنه وکړه.

عمران خان دعوه وکړه چې داليکشن دتحقيقاتو لپاره يوې مياشتې پورې وزيراعظم نه داستعفي غوښتنه جمهوري ده.

دپي ټي ائي مشر وويل اوس دهغه داخستو کوششونه کولى شي اؤ دمرستيال وزيراعظم دجوړولو تيارۍ يې روانې دي.

عمران خان تور ولگولو چې نوازشريف دهاندلۍ کې ککړ دى اؤ مايوسي يې وښوده چې دهغه په موجودگۍ کې ورته انصاف نۀ شي ملاويدى.

هغه وويل داولس دفشار له امله مسلم ليگ(ن) نن دوزيراعظم دمستعفي کيدو نه بغير هر څه منلو ته تيار دى.

عمران خان وويل اليکشن کې په دهاندلۍ دانصاف لپاره تر ١٤ؤ مياشتو دپارليمنټ په شمول يې هره دروازه ټکولې خو دهغوي په وړاندې دانصاف هره دروازه بنده کړل شوې" زما حلقه کې تر اوسه دووټونو دشميرنې عمل شروع شوى نۀ دى، زۀ ټربيونل، اليکشن کميشن اؤ سپريم کورټ پورې لاړم"

عمران خان وويل کومه حلقه چې هم پرانستل شوي هلته ريکارډ ټگي شوې خو ١٤ مياشتې پس دانصاف پۀ نۀ ملاويدو اولس سره دشوې وعدې مطابق په سړکونو احتجاج کوي.

هغه وويل دوزيراعظم په موجودگۍ کې ورته انصاف نۀ شي ترلاسه کيدى اؤ دپنجاب دوزيراعلي شهباز شريف په موجودگۍ دماډل ټاؤن دپيښې متاثرين هم انصاف نۀ شي ترلاسه کولى ځکه به شريف ورورولۍ ته استعفي ورکول وي.

عمران خان وويل " که دا وخت مونږ سمه فيصله وکړه نو نوى پاکستان به جوړ شي، کۀ مونږ دهرنا ختمه کړه اؤ لاړو نو نوازشريف به هم هاغه کوي څه چې تل کوي ،ججان به اخلي،خلکو ته به دړکې کوي اؤپخپل حق کې به دنتيجو دراتاوهلو کوشش کوي"

عمران خان په دغه موقع حکومت سره دمذاکراتو ختمولو اعلان وکړو اؤ وې وئيل چې اوس به دنوازشريف داستعفي پورې مذاکرات نۀ کيږي اؤ زياته يې کړه چې دوزيراعظم داستعفي نه بغير به ددغه ځايې نۀ نۀ ځي.

عمران خان واضحه کړه چې دغه هر څه دپوځ په وينا نۀ کوي بلکې دا يې جمهوري حق دى چې ددې لپاره يې ټولې جمهوري طريقې خپلې کړي دي.

عمران خان وويل په هر يو څيز يې رضامندي ښودلي اؤ يواځې دتحقيقاتو پوره کيدو پورې يې نوازشريف نه دمستعفي کيدو غوښتنه کړې چې له دې وروستو که چرې دهاندلي ثابته نۀ شوه نو وزيراعظم دې بيرته راشي اؤ که چرې دهاندلي ثابته شوه نو ملک کې دې بيا دسره انتخابات وکړل شي.

دپي ټي ائي مشر دعوه وکړه چې يوه غوښتنه يې هم غيرجمهوري نۀ ده خو حکومت يې غوښتنې نۀ دي منلي ځکه چې هغوي ويريږي په تحقيقاتو کې به دهاندلي مخې راشي.

عمران خان وويل چې افضل خان اليکشن کې ددهاندلۍ انکشاف وکړو اؤ هغه ته اوس دحکومت لخوا دړکې کيږي.

هغه وويل چې حکومت به اوس اوس په رښتيا وئيونکو پسې لگيږي اؤ ازادانه تحقيقات به کيدو ته نۀ پريږدي.

عمران خان وويل چې دجمهوريت بچ کولو لپاره دنوازشريف داستعفي نه بغير ورته هيڅ يو څيز قبول نۀ دى.

عمران خان وويل چې کله هم دپوځي يا غيرجمهوري قوت برخه نۀ ده پاتې شوې خو يواځې يې دپرويز مشرف دريفرنډم ملاتړ کړى ؤ چې په هغې يې دقام نه بخښنه هم غوښتې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG