لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان سري لنکا ته په ٤ؤ وکټو ماتې ورکړه


Fossilized whale bones are on display outside the Wati El Hitan Fossils and Climate Change Museum, a UNESCO natural World Heritage site, on the opening day, in the Fayoum oasis, Egypt.
Fossilized whale bones are on display outside the Wati El Hitan Fossils and Climate Change Museum, a UNESCO natural World Heritage site, on the opening day, in the Fayoum oasis, Egypt.

دصهيب مقصود اؤ فواد عالم ديادگاري شراکت دارۍ په نتيجه کې پاکستان دخالي په ورځ مهندرا راجا پاکسى سټيډيم کې سري لنکا ته په لمړي يو ورځني ميچ کې په څلورو وکټو ماتې ورکړې ده.

دپاکستان صهيب مقصود په ٧٣ؤ رنزو ٨٩ اؤ فواد عالم په ٦١ؤ بالونو ٦٢ رنز جوړ کړي چې ورسره پاکستان په مضبوط پوزيشن کې راغلى، له دې وړاندې په ٢٢م اوور کې په ١٠٦ رنز دپاکستان پينځه وکټې پريوتې وې اؤ ورته دسري لنکا لخوا د٢٧٥ رنز هدف ورکړل شوى ؤ.

دخالي په ورځ په دغه يو ورځني ميچ کې پاکستان دټاس گټلو وروستو کوربه ټيم ته داولني بيټنگ بلنه ورکړه.

دباران په وجه ميچ په دمې سره شروع شو اؤ د٥٠ؤ پځايې ٤٥ؤ اورونو پورې محدود کړى شو.

دسري لنکا داننگز اغاز ښه نۀ ؤ اؤ يواځې د١٦ؤ په مجموعي سکور يې ابتدائي لوبغاړى دلشان ايل بي ډبليو اؤټ شو، دهغه وکټ محمد عرفان واخسته ، څوک چې ډير وخت پس ټيم کې شامل کړل شوى.

د٧٥ؤ په مجموعي سکور دکوربه ټيم څلور لوبغاړي پويلين ته واپس تللي وؤ خو بيا جى وردنى اؤ کپتان انجليو ميتهيوز خپل ټيم مضبوط کړو اؤ په اسکور کې يې په تيزۍ سره اضافه وکړه.

جى وردنى ٦٣ رنز جوړ کړل اؤ رن اؤټ شو اؤ ميتهيوز په دوؤ چکو اؤ نهو چوکو سره ٨٩ رنز جوړ کړل،هغه وهاب رياض کلين بولډ کړو.

په ٤٥ؤ اوورنو کې سري لنکا داوؤ وکټو په نقصان ٢٧٥ رنز جوړ کړل.

دپاکستان له لوري وهاب رياض درې،محمد عرفان دوه اؤ محمد حفيظ يو وکټ واخستو.

په دغه ميچ کې پاکستانى اسپنر سعيد اجمل شامل نۀ دى ځکه چې دهغه په باؤلنگ ايکشن داعتراض نه پس دهغه دباؤلنگ ايکشن جاج اخستل کيږي.

ددغه ميچ يوه بله خبره دا ده چې پکې پاکستانى ال راؤنډر شاهد افريدى دپاکستان له لوري په يو ورځنو بين الاقوامي ميچونو کې تر ټولو زيات ميچونه لوبونکى لوبغاړى جوړ شوى دى.

هغه په ٣٧٩ؤ ميچونو کې دپاکستان استازيتوب کړى، ددې نه وړاندې انضمام الحق ته دغه اعزاز ترلاسه ؤ، هغه ٣٧٨ ميچونه لوبولي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG