لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاک وهند ترمينځ په پوله ډزو کې څلور کسان وژل شوي


 دپاکستاني چارواکو له لوري وئيل شوي چې هندي سرحدي ځواکونو سيالکوټ سره نزدې په ورکنګ باؤنډرۍ پاريدونکې ډزې کړي چې په نتيجه کې يې ديوې ښځې په شمول دوه کسان وژل شوي دي.
دپاکستاني چارواکو له لوري وئيل شوي چې هندي سرحدي ځواکونو سيالکوټ سره نزدې په ورکنګ باؤنډرۍ پاريدونکې ډزې کړي چې په نتيجه کې يې ديوې ښځې په شمول دوه کسان وژل شوي دي.

دپاکستان اؤ هندوستان پوځي چارواکو په يو بل دلا ئن اف کنټرول اؤ پولې دجنګ بندۍ دخلاف ورزۍ تور لګولى اؤ ددواړو خواؤ ترمينځ دډزو په تبادله کې څلور کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمير نور ژوبل شوي دي.

دپاکستاني چارواکو له لوري وئيل شوي چې هندي سرحدي ځواکونو سيالکوټ سره نزدې په ورکنګ باؤنډرۍ پاريدونکې ډزې کړي چې په نتيجه کې يې ديوې ښځې په شمول دوه کسان وژل شوي دي.

پاکستاني امنيتي چارواکي وائي چې ددغو ډزو له امله ګڼ شمير کورونو ته هم نقصان رسيدلى اؤ پکې څاروي هم وژل شوي دي.

پاکساني چارواکي وائي چې په پوله مامورو درينجرز ځواکونو دهند په دغو ډزو ځوابي کارروائي کړې اؤ ددواړو خواؤ ترمينځ دډزو تبادله په دمې دمې سره روانه ده.

بل لوري ته په هند کې دامنيتي چارواکو وينا ده چې پاکستاني امنيتي عسکرو په لا ئن اف کنټرول دهغوي ديو درځن نه په زياتو سرحدي پوسټونو پاريدونکې ډزې کړي دي.

خبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ته دهند دنيمو پوځي عسکرو يو عهديدار دهرميندر پاريک وئيلي دي چې رنبير سنګهـ پوره سيمه کې (دپاکستاني عسکرو له لوري شوې ډزې) په دريوؤ کليو کې شوي چې پکې دوه کسان وژل شوي اؤ ٧ نور ژوبل شوي دي.

دهندوستان اؤ پاکستان ترمينځ دلانجمنې سيمې کشمير په ويشونکې کرښه( لا ئن اف کنټرول) اؤ سيالکوټ سره نزدې په ورکنګ باؤنډرۍ ددواړو خواؤترمينځ دډزو تبادله وخت په وخت کيږي خو پکې په روانه مياشت کې تيزي ليدل شوې ده.

دپاکستان خارجه دفتر تور لګوي چې روانه مياشت کې دهند له لوري د٥٤ؤ نه زيات ځله دجنګ بندۍ خلاف ورزي شوې ده.

په ١٨م اګست هم چارواک سيکټر کې دهند دسرحدي ځواکونو په ډزو ددوؤ پاکستاني عسکرو دوژل کيدو اؤ دريوؤ دژوبل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG