لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور کې ددهاندلۍ په تورونو به بيا انتخابات وکړم،عمران خان


دپارليمنټ هاؤس مخې ته دازادۍ مارچ گډون ته والو ته په وينا کې عمران خان وويل چې دخپلو حکمرانانو ټاکل داولس جمهوري حق دى اؤ که چرې دهغوي نه دغه حق واخستى شي اؤ په ضد يې هيڅ هم نۀ کوي نو په خلکو اؤ ځنارو کې هيڅ فرق نۀ پاتې کيږي.
دپارليمنټ هاؤس مخې ته دازادۍ مارچ گډون ته والو ته په وينا کې عمران خان وويل چې دخپلو حکمرانانو ټاکل داولس جمهوري حق دى اؤ که چرې دهغوي نه دغه حق واخستى شي اؤ په ضد يې هيڅ هم نۀ کوي نو په خلکو اؤ ځنارو کې هيڅ فرق نۀ پاتې کيږي.

دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان واکمن گوند مسلم ليگ(ن) ته خيبرپښتونخوا کې ددهاندلۍ ثابتولو چيلنج ورکړى اؤ وئيلي يې دي چې که چرې په دغه صوبه کې شوؤ انتخاباتو کې ټگي ثابته شوه نو هغه به په دوهمه ورځ دبيا انتخاباتو اعلان وکړي خو په پنجاب کې هغه دهاندلي ثابتولى شي.

دپارليمنټ هاؤس مخې ته دازادۍ مارچ گډون ته والو ته په وينا کې عمران خان وويل چې دخپلو حکمرانانو ټاکل داولس جمهوري حق دى اؤ که چرې دهغوي نه دغه حق واخستى شي اؤ په ضد يې هيڅ هم نۀ کوي نو په خلکو اؤ ځنارو کې هيڅ فرق نۀ پاتې کيږي.

عمران خان خيبرپښتونخوا کې ټولو اپوزيشن گوندونو عوامي نيشنل پارټۍ، جى يو ائي(ف) مسلم ليگ(ن) اؤ پيپلز پارټۍ ټولو ته چيلنج ورکړو چې پيښور کې دهغوي خلاف انتخاباتو کې ددهاندلۍ تور ولگوي اؤ دهغوي لخوا دراټولو کړل شوؤ خلکو دلسو فيصدو برابر خلک دې راټول کړي اؤ خيبرپښتونخوا کې دبيا انتخاباتو کولو غوښتنه وکړه نو هغه به په بله ورځ وزيراعلي ته دبيا انتخاباتو وينا وکړي.

عمران خان دعوه وکړه چې په دغسې کيدو به خيبرپښتونخوا کې کيدونکو انتخاباتو کې يو په دوه زيات ووټونه ترلاسه کوي.

عمران خان تور ولگولو چې وزيراعظم نواز شريف داليکشن کميشن اؤ محبوب انور په نوم ديو تن سره په شريکه انتخاباتو کې دهاندلي کړې اؤ که دغسې نۀ وي نو يوځل دې بيا انتخابات وکړي تر څه هر څه سپين شي.

عمران خان وعده وکړه چې دوزيراعظم نه داستعفي اخستو نه بغير به ددغه ځايې نه بيرته نۀ ځي.

عمران خان دعوه وکړه چې ملک کې اوس مهال دنيمې نه زياتې ابادۍ ته ددوؤ وختو ډوډۍ نۀ ملاويږي اؤ زياته يې کړه چې دناقصې غذا په وجه د٣٥ؤ فيصدو پاکستانيانو قد وړوکى پاتې شوى اؤ ٤٠ فيصده خلک په ناروغتيا اخته دي

هغه وويل نواز شريف فکر کولو چې ددهرنې برخه وال به ستړي شي اؤ په دوؤ ورځو کې به کور ته لاړ شي.

هغه وويل "پاکستانيانو دا موقع مۀ ځايه کوئ،اصل طاقت داولس سره دى،يوه ژونده معاشره دخپلو حقونو تحفظ کوي اؤ تاسو سړکونو ته په راوتلو سره فيصله کړې ده"

دپي ټي ائي مشر وويل که کوم بل ملک وى نو عدالت به داسې انتخابات رد کړى وى" يا خو به پاکستان دبادشاهت نه ازادؤم اؤ يا مې مرگ خوښ دى"

هغه وويل دحقيقي جمهوريت راتللو پورې ملک ترقي نۀ شي کولى.

عمران خان تور ولگولو چې څلور کاله مخکې ميا صيب پينځه زره روپۍ ټيکس ورکړى ؤ اؤ دطنز په تور يې وويل چې دميا صيب نوم په بې نظير انکم سپورټ پروگرام کې اچول پکار دي.

هغه وويل دميا صيب دالوداع وئيلو پورې به سول نافرماني جاري وي اؤ زياته يې کړه چې په سول نافرمانۍ عمل شروع شوى خلکو په ټول پلازو دټيکس دورکولو بندول شروع کړي اؤ وې وئيل هغوي به نۀ دگيس بل ورکوؤ اؤ نۀ به دبجلۍ

عمران خان وويل " نوازشريف دې راسره ميچ ولوبوي ، هغه دې ټول پاکستان اؤ زۀ به پښتونخوا کې بيا دسره اليکشن وکړم" خو يواځينى شرط به دا وي چې امپائر به بې پلوه وي.

په دغه موقع عمران خان په مختلفو حلقو کې د٢٠١٣م په انتخاباتو کې دشوې دهاندلۍ په اړه هم تفصيلات ورکړل.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG