لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالباسط : پاکستان افغانستان کې امن غواړي


 په نوي ډيلي کې دشورو په ورځ يو پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت عبدالباسط هيله څرگنده کړه چې په افغانستان کې به امن پاکستان کې امن باوري کوي.
په نوي ډيلي کې دشورو په ورځ يو پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت عبدالباسط هيله څرگنده کړه چې په افغانستان کې به امن پاکستان کې امن باوري کوي.

په هندوستان کې دپاکستان هائي کمشنر عبدالباسط وئيلي دي چې پاکستان افغانستان کې دائمي امن ته ليواله دى.

پاکستاني استازي دغه څرگندونې يوه ورځ وروستو له هغې کړي چې افغان صدر حامد کرزي په پاکستان غږ وکړو چې افغانستان کې دمداخلت کولو نه لاس واخلي.

په نوي ډيلي کې دشورو په ورځ يو پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت عبدالباسط هيله څرگنده کړه چې په افغانستان کې به امن پاکستان کې امن باوري کوي.

هغه وويل چې پاکستان به دافغانانو په مشرۍ دافغانستان دجوړجاړي په عمل کې خپل تعميري کردار ادال کول جاري ساتي.

هغه وويل چې دترهه گرۍ په ضد جنگ کې پاکستان دخپلو پنځوسو زرو نو دزياتو خلکو قرباني ورکړې اؤ ورته دسلو بلينو ډالرو نه زيات نقصان رسيدلى دى.

عبدالباسط وويل چې دپاکستان پوځ پخپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې يو فيصله ييز جنگ کوي کوم چې به په راتلونکو داتوؤ نه واخله لسو اوونو کې راغونډ شي.

همدغه شان پاکستاني استازي وويل چې هيواد يې دنوي ډيلي سره ښې اړيکې غواړي.

دهغه وينا وه چې(نوي ډيلي سره ) دمذاکراتو په ذريعه دټولو شخړو هوارى غواړي اؤ زياته يې کړه چې دواړو هيوادونو ته په سيمه کې دامن لپاره دکار کولو ضرورت دى.

دکشميري بيلتون خوښو مشرانو سره دليدلو وروستو دهند لخوا پاکستان سره دخارجه سيکترانو په کچه دغونډې دمنسوخولو نه څو ورځې وروستو عبدالباسط دخپل دغه پريس کانفرنس په وخت وويل چې پاکستان سيمه کې دامن پلوي دى.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG