لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سري لنکا پاکستان نه ټيسټ سيريز گټلى


 کوربه ټيم دميچ گټلو لپاره پاکستان ته د٢٧١ رنز هدف ورکړى ؤ چې ددې په تعاقب کې دپاکستان دسرفراز دففټۍ نه بغير يو بيټسمين هم ذمه وارانه بيټنگ ونۀ کړى شو اؤ ټول ټيم په ١٦٥ رنز اوټ شو.
کوربه ټيم دميچ گټلو لپاره پاکستان ته د٢٧١ رنز هدف ورکړى ؤ چې ددې په تعاقب کې دپاکستان دسرفراز دففټۍ نه بغير يو بيټسمين هم ذمه وارانه بيټنگ ونۀ کړى شو اؤ ټول ټيم په ١٦٥ رنز اوټ شو.

سري لنکا کولمبو کې ترسره شوي دوهم اؤ اخري دکرکټ ټيسټ ميچ کې پاکستان ته په ١٠٥ رنز ماتې ورکولو سره سيريز په دوه صفر گټلې دى.

کوربه ټيم دميچ گټلو لپاره پاکستان ته د٢٧١ رنز هدف ورکړى ؤ چې ددې په تعاقب کې دپاکستان دسرفراز دففټۍ نه بغير يو بيټسمين هم ذمه وارانه بيټنگ ونۀ کړى شو اؤ ټول ټيم په ١٦٥ رنز اوټ شو.

دگل په ورځ دميچ په پينځمه ورځ پاکستان خپل دوهم اننگز داوؤ لوبغاړو په تاوان د١٢٧ رنز نه شروع کړو، خو په يوه گينټه کې دننه دسري لنکا بالرانو پاتې درې لوبغاړي هم اوټ کړي اؤ ميچ اؤ سيريز يې پخپل نوم کړو.

دپاکستان له لوري سرفراز په ٥٥ؤ رنز جوړولو ترټولو زيات سکور کړي اؤ هغه په لمړي اننگز کې هم سنچري وهلې وه.

دسري لنکا بالر هيراته پينځه وکټې واخستې اؤ په لمړي اننگز کې هغه نهه پاکستاني لوبغاړي پويلين ته ستانۀ کړي وؤ.

دسري لنکا دنوموړي بيټسمين مهيلا جى وردنى دکرئير دغه اخري ټيسټ ميچ ؤ، دلوبې په ختميدو دهغه ملگرو جى وردهنى په اوږو کښينولو اؤ په ټول ميدان کې يې ورته چکر ورکړو، دغلته موجودو زرگونو مينه والو هغه ته ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړې.

په دوهم ټيسټ ميچ کې سري لنکا دټاس په گټلو لمړى بيټنگ کړى ؤ اؤ٣٢٠ رنز يې جوړي کړي وؤ چې ددې په ځواب کې پاکستان ٣٣٢ رنز جوړي کړي وؤ، په دوهم اننگز کې کوربه ټيم ٢٨٢ رنز جوړ کړل.

دپاکستان اؤ سري لنکا ترمينځ به ديو ورځنو ميچونو دسيريز اولنى ميچ په ٢٣م اگست ترسره کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG