لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان اؤ قادري د مارچونو په هکله په سوشل ميډيا دلچسپ بحثونه


په فيس بک اؤ ټوئټر پاکستان سره علاقه لرونکي 90 فيصده بحثونه ددغو مارچونو په اړه کوي.
په فيس بک اؤ ټوئټر پاکستان سره علاقه لرونکي 90 فيصده بحثونه ددغو مارچونو په اړه کوي.

د څوارلسم اگست د غرمې نه چې پاکستان تحريک انصاف گوند د عمران خان په مشرۍ د لاهور د زمان پارک اؤ د پاکستان عوامي تحريک د ډاکټرطاهرالقادري په مشرۍ د ماډل ټاؤن نه د نوازشريف د حکومت نسکورولو دپاره اسلام اباد ته کوم مارچونه پيل کړي ، نۀ يواځې د اسلام اباد سړکونه ، بلکې پاکستانۍ اؤ نړيواله ميډيا پرې هم ښه توده ده .

خو تر ټولو تاؤدۀ بحثونه بيا په دغه لړکې په سوشل ميډيا روان دي اؤ په ځانگړي ډول په فيس بک اؤ ټوئټر پاکستان سره علاقه لرونکي خلک 90 فيصده بحثونه ددغو مارچونو په اړه کوي.

په دغو بحثونو کې د روانو مارچونو په بيلابيلو اړخونو د عمران خان اؤ طاهرالقادري پلويان اؤ مخالفين نه يواځي لفظي رڼا اچوي بلکي د ازادي مارچ اؤ انقلاب مارچ په اړوند هاغه عسکونه هم خپروي چې يا خو ترې ددغو مشرانو د شخصيت د درناوي تاثر راولاړيږي اؤ يا د سپکاوي .

په سوشل ميډيا خپور شوى يو عکس کې د تحريک انصاف مشران اؤ اتحاديان ډوډۍ ته ناست دي
په سوشل ميډيا خپور شوى يو عکس کې د تحريک انصاف مشران اؤ اتحاديان ډوډۍ ته ناست دي

په پاکستان کې خو ټول په ټوله شخصي د ټي وي چينلونه ، راډيو گان اؤ اخبارونه د ددغو مارچونو په اړوند خپرونو ته دين شوي اؤ د خبرونو ترڅنگ د ماهرينو تجزيې اؤ تبصرې هم خلکو ته وړاندې کوي اؤ په نړيواله ميډيا هم دغو مارچونو ته خصوصي اهميت ورکړل کيږي.

د عمران خان اؤ طاهرالقادري دغو مارچونو دپاکستان دننه نورې ټولې ستونزې اؤمعاملې لکه گراني ، بې روزگاري ،کرپشن، بې انصافي ، لوډشيډنگ، شمالي وزيرستان کې روان پوځي عمليات، لسو لکو نه زيات بې کوره شوي قبائيلي پښتانۀ وغيره شاته بوتلي دي اؤ حتي په لارو،کوڅو،کورونو،حجرو، بازارونو اؤ کاروباري مارکيټونو کې هم د هر چا په خوله دا يوه پوښتنه ده چې ايا دغه مارچونه به څه نتيجه ورکړي، حکومت به نسکور شي کۀ عمران خان اؤ قادري به تش لاسونه د اسلام اباد نه ستنيږي ؟

هر څو کۀ عمران خان اؤ طاهر القادري په کراتو کراتو څرگنده کړې ده چې ترڅو يې د نوازشريف حکومت ختم کړى نۀ وي د اسلام اباد نه به نۀ ستنيږي خو د خالي په شپه د جماعت اسلامي پاکستان امير سراج الحق په ټوئټر وليکلمعاملې په ښه طرف رواني دي اؤ هغه هيله لري چې د اتوار په ورځ به قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن ليډر خورشيد شاه اؤ د هغه ترمينځ د کيدونکې ليدنې څخه وروستو يو ښۀ هوارى را اوځي

خو د عمران خان اؤ د طاهر القادري د پلويانو اؤ مخالفينو لخوا په سوشل ميډيا خوريدونکي بحثونه اؤ عکسونه بيا د زياتې دلچسپۍ وړ دي .

عمران خان چې د خالي په ورځ يې اسلام اباد کې د خپلو پلويانو جلسې ته په وينا کې وئيلي وؤ دتيرو څلويښتو ساعتو راهسې ويښ دى ، اؤ څلويښت ساعته نور هم د خپلو پلويانو سره ويښ پاتې کيدى شي خو د نوازشريف د استعفي د غوښتنې څخه نۀ شي تيريدلى خو خلک هاغه مهال حيران پاتې شول چې ددغه وينا څخه سمدستي وروستو عمران خان خپل په زرگونو پلويان د اسلام اباد په سړکونو باران ته اوږي تږي پريښودل اؤ پخپله په بني گاله کې خپل محل ته د ارام دپاره ورغلى.

دعمران خان په دغه عمل ټوله ورځ په پاکستاني ميډيا اؤ ټولنيزو رسنيو کې تاودۀ بحثونه وشول اؤ په عمران خان د هغه مخالفينو کلکې نيوکې وکړې چې پخپله په غځيدلو پښو خوبونه کوي اؤ خپل ورکران يې اوږي ،تږي په سړکونو باران ته پريښي دي .

په فيس بک د تحريک انصاف د مشرانو هاغه عکسونه هم خوارۀ کړى شول چې پکې شاه محمود قريشي ، شيخ رشيد اؤ نور يو ميز ته راټول شوي اؤ د قسما قسم لذيزو طعامونو څخه لطف اندوز کيږي،

بل لوري ته د عمران خان هغه عکس په فيس بک وښودل شو چې د ورزش په جامو کې د خپل کور دننه په يوه کرسۍ ناست دى ، د ټي وي ريموټ ورسره په لاس کې دى،اؤ پښې يې په بيغمه انداز پالنگ ته غځولي دي ،

دعمران خان ددغه تصوير سره هاغه تصوير هم پيوست کړى شوى ؤ چې د گوند دوه غړي يې ديو ماشوم سره يو ځايې باران کې په سړک د شپې ناست دي اؤ د ځان بچ کولو دپاره يې په سر يو نرى پلاسټک نيولى وي.

دغه عکس ته ليکل شوي وؤ قائد يې خپل محل کې انجوائى کوي اؤ ورکران يې باران ته پريښي دي

خو د عمران خان پلويانو بيا په دغه هکله د ټي وي گانو په پروگرامونو اؤ سوشل ميډيا ووئيل هغوئ د عمران خان په دغه عمل خفه نۀ دي ځکه چې عمران خان کۀ د خپلو ورکرانو په مينځ کې وي اؤ که نه هغوئ يې خپل قائد گڼي .

دخيبرپښتونخوا صوبې وزير پرويز خټک ددغه مارچ په لړکې بيا تر ټولو زيات په ميډيا اؤ سوشل ميډيا د نيوکو لاندې راغلى دى ځکه چې کله پرويز خټک د خپلو وزيرانو سره دبدلون راوستو دپاره د اسلام اباد مارچ کې شريک ؤ په هغه مهال د جمعې په ماذيگرپيښور کې يو خونړي طوفان اؤ باران د اتلسو انسانانو ژوند واخستو اؤ تر شپيتوؤ زيات نور کسان ژوبل شول.

دتحريک انصاف مخالفينو ټوله ورځ په ټي وي چينلو اؤ سوشل ميډيا وزيراعلي پرويز خټک ته پيغورونه ورکړل چې پيښور کې خلک اوبو يوړل اؤ ته د عمران خان د ذاتي نوکرۍ نه فرصت نۀ مومې .

د پي ټي ايي پلويانو بيا په سوشل ميډيا دريځ خپل کړو چې وزيراعلي طوفان اؤ باران کې د مړو اؤ ژوبلو دپاره د مرستو اعلان کړى دى .

په پيښور کې د شوي سخت باران له امله چې په سړکونو کومې اوبه ولاړې وې د پي ټي ايي مخالفينو دهغې عکس هم د لاهور د نوؤ جوړو شوؤ سړکونو اؤ هوايي پلونو سره پيوست کړى ؤ اؤ ورته يې ليکلي وؤ همدا فرق وي په کار اؤ په بکواس کې

په دغو بحثونو کې دعمران خان اتحاديان شيخ رشيد، پرويز الهي اؤ چوهدري شجاعت هم نه دي معاف کړل شوي اؤ د پخواني پوځي امر پرويز مشرف د ملگرتيا کارټونونه يې په فيس بک اؤ ټوئټر خوارۀ کړل شوي دي.

هسې خو دپاکستان سياسي گوندونو کې د سوشل ميډيا په حواله ترټولو زيات فعال گوند پاکستان تحريک انصاف ياديږي خو د ازادي مارچ په حواله بيا سوشل ميډيا باندې د تحريک انصاف د مخالفينو تله په هغوئ درنه ښکاري ځکه چې دعمران خان په مخالفت کې زياتې اؤ ملاتړ کې کمې ليکنې اؤ عکسونه ترسترگو شوي دي.

دپاکستان عوامي تحريک د مشر ډاکټر طاهرالقادري د انقلاب مارچ خو بيا پاکستاني ميډيا اؤ ټولنيزو رسنيو سم خبر اخستى اؤ دهغه په هکله يې داسې خپرونې کړي چې دهغه د شخصيت سپکاوى ترې د ورايه ښکاري ، چا په خپلو پوسټونو کې ليونى ، چا پردى ايجنټ اؤ چا مداري گرځولى خو ورسره ورسره داسې پوسټونه اؤ خپرونې هم شوي چې نۀ يواځې د طاهرالقادري خلک دعمران خان د خلکو نه زيات دي بلکې دقادري پلويان د عمران خان دپلويانو په نسبت خپل مشر سره زيات مخلص اؤ ريښتوني هم دي .

په دغو ليکنو کې يوه ليکنه داسې هم ترسترگو شوې چېعمران خان سره ټول برگرفيملي واله ځلمي راغلي چې د موبائيلونو دبيټريانو تشيدو سره سم يې بيرته کورونو ته د ستنيدو امکان شته ، خو د طاهرالقادري د پلويانو بيا د خپل مشر سره د پيرۍ مريدۍ رشته ده اؤ هغوئ زيات خطرناک په دې دي چې د خپل مشر په يوه اشاره خپلو سرونو شيندلو ته هم تيار دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG