لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دتحريک انصاف مارچ داسلام اباد په لور


دروانيدو نه وړاندې دعمران خان دکور سره نزدې دزمان پارک سيمه کې عمران خان خپلو کارکوونکو ته دخطاب په وخت وويل چې " مۀ دگرمئ فکر کوئ اؤ مۀ دکنټينرو، اسلام اباد ته به رسيږم، تاسو به زما سره رسيږئ اؤ په دې ملک کې به ديو نوي پاکستان لمرراخيژي"
دروانيدو نه وړاندې دعمران خان دکور سره نزدې دزمان پارک سيمه کې عمران خان خپلو کارکوونکو ته دخطاب په وخت وويل چې " مۀ دگرمئ فکر کوئ اؤ مۀ دکنټينرو، اسلام اباد ته به رسيږم، تاسو به زما سره رسيږئ اؤ په دې ملک کې به ديو نوي پاکستان لمرراخيژي"

پاکستان کې دازادۍ دورځې په موقع دپنجاب صوبې سرښار لاهور نه دسياسي گوند پاکستان تحريک انصاف حکومت مخالفه احتجاجي لانگ مارچ ددغه گوند دمشر عمران خان په مشرۍ کې شروع شوى دى.

دروانيدو نه وړاندې دعمران خان دکور سره نزدې دزمان پارک سيمه کې عمران خان خپلو کارکوونکو ته دخطاب په وخت وويل چې " مۀ دگرمئ فکر کوئ اؤ مۀ دکنټينرو، اسلام اباد ته به رسيږم، تاسو به زما سره رسيږئ اؤ په دې ملک کې به ديو نوي پاکستان لمرراخيژي"

عمران خان وويل ازادي خلکو ته وړاندې کولى نۀ شي بلکې ازادي تروړلى شي ، ددې لپاره کوشش کول وي.

عمران خان د٢٠١٣م په انتخاباتو کې دشکمنې ټگۍ ټورۍ خلاف اسلام اباد ته دلويې احتجاجي مارچ په شکل کې دورتللو پلان لري اؤ دمخکې نه يې په ډاگه کړې چې دوزيراعظم نواز شريف دحکومت تر ختميدو به دغه مارچ جاري ساتي.

پنجاب کې په زرگونو عسکر تعينات کړل شوي اؤ په سړکونو خنډان اودرول شوي، دپنجاب داخله محکمې دزيارت دورځې نه ټوله صوبه کې دفعه ١٤٤ نافذ کړې کومه چې به دگل دورځې پورې جاري وي.

خو راپورونه وائي چې دمارچ دبرخه والو لپاره انتظاميې ټولې لارې پرانستي اؤ دغلته موجود پوليس يې هم يو اړخ ته کړي دي.

دازادۍ مارچ کې شريک دتحريک انصاف مشران په يو ټرک دپاسه موجود دي ، دتحريک انصاف مشران وائي چې دهغوي دغه مارچ به دجي ټي روډ په ذريعه اسلام اباد ته رسيږي اؤ لاره کې به دمختلفو ښارونو نه ورتلونکي دپارټۍ کارکوونکي هم دهغوي په کاروان کې شامليږي.

بل لوري ته دپاکستان عوامي تحريک مشر ډاکټر طاهرالقادري هم نن دلاهور نه اسلام اباد ته دانقلاب مارچ سره دورتللو اعلان کړى.

دپاکستان مرکزي حکومت دعمران خان دازادي مارچ اؤ دطاهرالقادري دانقلاب مارچ دمخنيوي لپاره اسلام اباد دتيرې ورځې راهسې بند کړى اؤ په ښار کې چاته هم دورداخليدو اجازت نشته.

داسلام اباد اؤ ددې دغبرگ ښار راولپينډۍ ضلعي انتظاميې ته تر دې مهاله دپاکستان تحريک انصاف اؤ نۀ هم دعوامي تحريک له لوري په دغو ښارونو کې داحتجاجي مظاهرو کولو په اړه کوم درخواست نۀ دى ترلاسه شوى.

اسلام اباد کې دپوليسو په شمير کې اضافه شوې اؤ تر دې مهاله دغه ښار کې دقانون نافذونکو ادارو د٢٥ؤ زرو نه زيات عسکر تعينات کړل شوي.

دپاکستان وزيراعظم نواز شريف د٢٠١٣م انتخاباتو کې دټگۍ دتورونو تحقيقاتو لپاره سپريم کورټ ته ددرې کسيز کميشن جوړولو درخواست هم کړى خو عمران خان دوزيراعظم دغه وړانديز رد کړى اؤ غوښتنه يې کړې چې وړاندې دې نواز شريف استعفي ورکړي اؤ بيا دې انتخاباتو کې ددهاندلۍ تحقيقات وشي.

بل لوري ته عمران خان دپاکستان دخفيه ايجنسۍ( ائي ايس ائي) دپخواني مشر جنرل(ر) شجاع پاشا سره دخپل گوند دمشرانو دليدنې دخبرونو ترديد کړى اؤ دا يې دخپل گوند په ضد منفي پروپيگنډه گرځولې ده.

عمران خان وئيلي چې دپاکستان پوځ اؤ ددې جاسوسي څانگه( ائي ايس ائي) دهيواد دنظرياتي اؤ سياسي سرحدونو محافظان دي.

عمران خان وئيلي دي چې " دميډيا يوه ځانگړې څانگه دائي ايس ائي دنوم بدنامولو لپاره خپل ناوړه کيمپائن مخ په وړاندې بوځي"

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG