لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت : عملياتو کې ٩ عسکر اؤ ٥٩ جنگيالي وژل شوي


 ددفاع دوزارت څخه جاري شوي يو بيان ترمخه دغه افغان عسکر دتيرو دوؤ شواروزو په مهال جنگيالو سره نښتو اؤ دسړک دغاړې بمي چاؤدنو کې وژل شوي دي.
ددفاع دوزارت څخه جاري شوي يو بيان ترمخه دغه افغان عسکر دتيرو دوؤ شواروزو په مهال جنگيالو سره نښتو اؤ دسړک دغاړې بمي چاؤدنو کې وژل شوي دي.

دافغانستان ددفاع وزارت دخالي په ورځ وئيلي دي چې دهيواد په بيلا بيلو صوبو کې دتشدد مختلفو پيښو کې ٩ افغان عسکر اؤ٥٩ تندلاري وژل شوي دي.

دددفاع دوزارت څخه جاري شوي يو بيان ترمخه دغه افغان عسکر دتيرو دوؤ شواروزو په مهال جنگيالو سره نښتو اؤ دسړک دغاړې بمي چاؤدنو کې وژل شوي دي.

بيان کې وئيل شوي" افغان ملي اردو په کونړ، پکتيا، غزني، قندهار، ارزگان،بدخشان،هرات،ننگرهار، اؤ هلمند ولايتونو کې تيرو دوؤ شواروزو کې ٥٩ تندلاري وژلي ،٣٣ يې ژوبل کړي اؤ ١٦ يې نيولي دي"

افغان عسکرو په دروند مقدار کې وسله اؤ گوله بارود لاسته راوړي اؤ ددغو عملياتو په مهال يې ١٠٦ دسړک دغاړې بمونه ناکاره کړي دي.

دغه بيان کې په ياد شوي وخت کې د٩ؤ افغان عسکرو دوژل کيدو پخلى هم شوى دى.

دطالبانو په شمول حکومت مخالفه تندروه ډلو ددغو حکومتي ادعاوؤ په اړه تر دې مهاله څه نۀ دي وئيلي.

ټاکل شوې ده دسږکال په اخره کې به دامريکا په مشرۍ نړيوال ائتلافي مرستندويه ځواکونه افغانستان څخه اوځي چې له دې وروستو دتندلارو په ضد دعملياتو کولو ذمه واري ټول په ټوله دافغان عسکرو په غاړه پريوځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG