لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گل پاڼه نۀ ده وژل شوې ، وايي روغه رمټه يم


شپه په خير پروگرام کې يې پخپله د خپلو مينه والو سره د ټيلي فون په ليکه خبرې وکړې اؤ سپيناوى يې وکړو چې هغه روغه رمټه ده
شپه په خير پروگرام کې يې پخپله د خپلو مينه والو سره د ټيلي فون په ليکه خبرې وکړې اؤ سپيناوى يې وکړو چې هغه روغه رمټه ده

د نهې په ماسخوتن دپاکستان په يوشمير ټي وي چينلونو اؤ شوشل ميډيا د پښتو ژبې د نوميالۍ سندرغاړې گل پاڼې د وژل کيدو خبر په ټوله نړۍ کې د ځنگل د اور په په څير خپور شو اؤ د پښتو موسيقۍ مينه وال يې د سختو انديښنو سره مخ کړل .

خو سندرغاړې گل پاڼې پخپله د وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره خبرې کړي اؤ وايي هغه روغه جوړه ده اؤ د وژل کيدو افواه يې هيڅ حقيقت نۀ لري.

په سوشل ميډيا دا عکس د گل پاڼې گرځول شوى ؤ
په سوشل ميډيا دا عکس د گل پاڼې گرځول شوى ؤ

له دې وړاندې د پاکستان په يو شمير ټي وي چينلو اؤ په سوشل ميډيا فيس بک اؤ ټوئټر په وينو کې لت پت د يوې زنانه تصوير ښودل شوى ؤ اؤ دعوه شوې وه چې سندرغاړې گل پاڼه چې ويشتلې اؤ وژل شوې ده.

دگل پاڼې دمرگ دغه افواه هاغه وخت د گل پاڼې مينه وال د سخت تشويش سره مخ کړل کله چې په سوشل ميډيا اؤ پاکستاني ټي وي چينلونو د نوميالۍ سندرغاړې نازيه اقبال په حواله ووئيلى شول چې هغې د گل پاڼې دويشتل کيدو څخه دوه ساعته د مخه د هغې سره ليدل کتل کړي وؤ.

په ټي وي چينلواؤ سوشل ميډيا د گل پاڼې د وژل کيدو د خبر چليدو څخه وروستو د هغې په مينه والو کې سخته انديښنه پيدا شوه اؤ هر چا غوښتل چې ددغه خبر حقيقت ته ځان ورسوي.

گل پاڼه چې ددې افواه د خوريدو څخه يوه ورځ مخکې دوبۍ کې ديوې سټيج شو د کولو څخه وروستو پاکستان ته راستنه شوې وه د ډير ستړي والي اؤ کورنو مصروفياتو له امله يې هيڅ يو چينل ته دا وضاحت کول ضروري نۀ گڼل چې گنې د هغې د مرگ په بابله خپارۀ شوي خبرونه دروغ دي خو د وائس اف امريکه شپه په خير پروگرام کې يې پخپله د خپلو مينه والو سره د ټيلي فون په ليکه خبرې وکړې اؤ سپيناوى يې وکړو چې هغه روغه رمټه ده اؤ هيڅ قسمه بده پيښه ورسره نه ده شوې.

گل پاڼې وويل هغه پخپله هم د سوشل ميډيا لخوا د خپل مرگ پخپله په خپور شوي خبر حيرانه ده اؤ درد پرې ورته رسيدلى دى خو خپلو مينه والو ته وايي چې روغه رمټه ده اؤ په دغه افواه کې هيڅ حقيقت نشته.

کله چې د گل پاڼې څخه پوښتنه وشوه چې چا دغه خبر خپور کړى اؤ مقصد يې څۀ کيدى شي؟ نو نوموړې وويل هغه پخپله نۀ پوهيږي چې چا به دغه خبر د کوم مقصد دپاره خپور کړى وي خو دگل څانگې د کور يوې نزدې سرچينې وائس اف امريکه ډيوه راډيو ته د پښتو وتلې سندرغاړې نازيه اقبال ته په اشارې کولو سره وويلد داسې خبرونو په خبرولو کې هم هاغه څوک ککړ کيدى شي چې د گل پاڼې بې کچه مقبوليت يې گراف غورځولى دى

له دې وړاندې د ټريفک په يوه حادثه کې دپښتو د نوموړي سندرغاړي هارون باچا د وژنې خبر هم خپور شوى ؤ چې هيڅ حقيقت يې نۀ لرلو خو په نزدې وختونو کې د پښتو گڼ شمير مشهورې زنانه سندرغاړې په خيبرپښتونخوا کې وژل شوي چې په هغې کې غزاله جاويد، ايمن اداس ، اؤ مسکان د يادولو وړ دي خو د گلپاڼې د وينا له مخې هغه لا ژوندۍ ده اؤ ترڅو چې ژوندۍ وي نو د خپلو مينه والو دپاره به سندرو وئيلو ته دوام ورکړي.

د پښتو موسيقۍ په تاريخ کې گل پاڼه ترټولو زياته تعليم يافته زنانه سندر غاړې ده چې دماسټرۍ ډگري لري اؤ په لږ وخت کې يې په ټوله نړۍ کې په گڼ شميرد خپل اواز اؤ حسن مئينان پيدا کړي دي

د خپل مرگ د اوازې په هکله د گل پاڼې ترديد هم د هغې دخولې نه لاندې پخپله واورئ

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:46 0:00
Direct link

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG