دخالي په ورځ افغان چارواکو وئيلي دي چې دافغانستان دختيز ولايت ننگرهار په حصارک اولسوالۍ کې شوؤ نښتو اؤ فضائي حمله کې ٥٠ تندلاري وژل شوي اؤ ٢٠ نور ژوبل شوي دي.
دسيمه ييزو پوليسو يو مشر فضل احمد شيرزاد ددغه پيښې په اړه جلال اباد ښار يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل چې دجمعې په شپه په سلگونو جنگيالو دپوليسو په چيک اؤ دحصارک په ضلعي هيډکوارټرز حمله کړې.
هغه وويل چې نړيوالو ائتلافي مرستندويه ځواکونو(ايساف) دجيټ الوتکو څخه په دغو جنگيالو فضائي حمله وکړه چې پکې هغوي ته درنه مرگ ژوبله واوړيده.
هغه تور لگولى چې دپاکستان استخباراتي چارواکو هم په دغه حمله کې دطالبانو ملاتړ کړى ، خو دخپلې دعوې دريښتونوالي په توگه يې کوم ثبوت نۀ دى وړاندې کړى.
افغان چارواکو په تيرو وختونو کې هم په پاکستان افغانستان کې دطالبانو دحملو دملاتړ تور لگولى خو اسلام اباد دغه شان تورونه ردوي.
دپوليسو دغه مشر وويل چې دځوابي حملې وروستو طالبانو په سيمه کې خپل مړي پريښودي دي.
طالبانو ددغه حملې ذمه واري په غاړه اخستې اؤ ددغه ډلې وياند ذبيح الله مجاهد دحصارک په نښته کې د٣٠ؤ پوليسو دوژلو دعوه کړې اؤ دچارواکو له لوري يې طالبانو ته داوښتې مرگ ژوبلې ترديد کړى.