لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه کې وسله والو دوه کسان وژلي


 دکوئټې دپوليسو سپرنټډنټ عمران قريشي ميډيا سره خبرو کې ددغه پيښې په اړه وئيلي دي چې دکوئټې په اسپني روډ وسله والو په ډزو سره دوه کسان وژلي دي.
دکوئټې دپوليسو سپرنټډنټ عمران قريشي ميډيا سره خبرو کې ددغه پيښې په اړه وئيلي دي چې دکوئټې په اسپني روډ وسله والو په ډزو سره دوه کسان وژلي دي.

دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په سرښار کوئټه کې نامعلومو وسله والو دوه کسان وژلي دي.

دکوئټې دپوليسو سپرنټډنټ عمران قريشي ميډيا سره خبرو کې ددغه پيښې په اړه وئيلي دي چې دکوئټې په اسپني روډ وسله والو په ډزو سره دوه کسان وژلي دي.

دپوليسو دغه مشر وئيلي دي چې دوژل شوؤ کسانو تعلق دهزاره ورورولۍ سره ؤ اؤ هغوي دهزاره ټاؤن څخه دکوئټې په لوري راروان وؤ.

عمران قريشي وويل دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې دپوليس اؤ ايف سي ځواکونه رسيدلي اؤ دپيښې پلټنې يې شروع کړي دي.

دوژل شوؤ کسانو مړي هسپتال ته رسول شوي اؤ دپوليسو وينا ده چې دغه پيښه دفرقې په اساس هدفي وژنه ده.

ددغه پيښې ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې.

اسپني روډ دکوئټې يوه حساسه سيمه ده اؤ دغلته دپوليسو دچيک پوسټ باوجود دډزو دغه شان پيښو کې کمى نۀ راځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG