لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راپور :امريکا غواړي پاکستان بايد حقاني نيټ ورک هم په نخښه کړي

 داوباما انتظاميې چارواکي وائي وائي چې دشمالي وزيرستان دپوځي عملياتو دکاميابۍ ثبوت به ددې خبرې نه واضحه کيږي چې ايا دحقاني نيټ ورک پشان ډلو ته يوځل بيا په شمالي وزيرستان يا کوم بل ځايې کې داوسيدو اجازت ورکړل کيږي که نه اؤ يا هغوي يوځل بيا په گاونډي هيواد افغانستان کې په امريکائي ځواکونو دحملو منصوبه بندي کوي که نه.

امريکائي ورځپاڼې لاس انجلس ټائمز پخپل يو راپور کې داوباما انتظاميې دچارواکو له خُلې دعوه کړې ده چې دپاکستان دپوځ له لوري په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې شروع کړل شوي عمليات دتندلاروپه بې ځايه کولو کې کامياب شوي دي.

داوباما انتظاميې چارواکي وائي وائي چې دشمالي وزيرستان دپوځي عملياتو دکاميابۍ ثبوت به ددې خبرې نه واضحه کيږي چې ايا دحقاني نيټ ورک پشان ډلو ته يوځل بيا په شمالي وزيرستان يا کوم بل ځايې کې داوسيدو اجازت ورکړل کيږي که نه اؤ يا هغوي يوځل بيا په گاونډي هيواد افغانستان کې په امريکائي ځواکونو دحملو منصوبه بندي کوي که نه.

ورځپاڼه ليکي چې په تيرو وختونو کې قبائيلي سيمه کې دپاکستان لخوا شوؤ عملياتو کې دحقاني پشان ډلې له پامه غورځول شوي اؤ يا ورته بيرته دورستنيدو اجازت ورکړل شوى،دورځپاڼې په قول امريکائي پوځي چارواکي باور کوي چې دلوړې کچې پاکستاني سيکورټي اسټيبلشمنټ په افغانستان کې داثرورسوخ برقراره ساتلو لپاره دحقاني نيټ ورک دجنگيالو ملاتړ کوي.

ورځپاڼه ليکي په داسې حال کې چې دسږکال په پايې کې به افغانستان څخه زياتره امريکائي پوځيان اوځي ، دحقاني نيټ ورک په ضد دامريکائي پوځ دجگړې دتوان په تيزۍ سره دکميدو امکان دى اؤ زياتوي چې داوباما انتظاميې چارواکو په روانه مياشت کې ديو لړ ليدنو په مهال په پاکستاني پوځي مشرانو زور راوړى چې دا خبره دې باوري کړي چې دغه ډله(حقاني نيټ ورک) دموجوده اپريشن نه بچ ونۀ اوځي.

ورځپاڼه ديو لوړپوړي امريکائي چارواکي له خُلې دنوم نۀ څرگندولو په شرط ليکي" مونږ هغوي ته وئيلي چې په ټولو ترهه گرو پسې ورشي اؤ هغوي (دښو اؤ بدو ترهه گرو ترمينځ) انتخاب نۀ شي کولى" اؤ زياته کړې يې ده چې " مونږ په دغه اړه ډير واضحه يو"

پاکستان وائي چې په دغو عملياتو کې به دترهه گرو يوه ډله هم نۀ پريږدي ،دغيرناتائيده پاکستاني پوځي راپورونو ترمخه دجون په نيمائي کې پيل کړل شوؤ دغو عملياتو کې تر دې مهاله د٥٠٠ؤ څخه زيات ترهه گر وژل شوي، دهغوي دبمونو جوړولو کارخانې اؤ نور ې وسلې هم لاسته راوړل شوي دي.

خو ورځپاڼه ليکي چې دځينو چارواکو وينا ده چې دعملياتو پيل کيدو نه وړاندې دسيمې څخه ترهه گر تښتيدلي ، ځکه چې ددغو عملياتو گنگوسې دڅو مياشتو راهسې روانې وې.

ورځپاڼه ليکي چې امريکائي چارواکو ته دپاکستان له لوري داسې کوم عکسونه يا نور په نظر راتلونکي ثبوتونه نۀ دي ترلاسه شوي چې ښائي هغوي نيغ په نيغه حقاني نيټ ورک په نخښه کړى.

امريکائي چارواکى وائي چې هغوي ته به باور ورکول وي چې يوځل بيا دترهه گرو خوندي ځالې نۀ جوړيږي.

دورځپاڼې ترمخه ځينې تجزيه کار باور کوي چې پاکستان اوس دغه کارروائي د٢٠١٥م دپينټاگون بجټ کې دايښودل شوي هاغه شرط له امله کوي دکوم ترمخه چې به دترهه گرۍ دمخنيوي مرستو کې پاکستان ته دسلگونو ملينو ډالرو ورکړه تر هاغه وخته ځنډيدلي وي ترڅو چې دامريکا ددفاع وزير چک هيگل دا پخلى نۀ وي کړى چې پاکستان په پراخه کچه دحقاني نيټ ورک تگ راتگ اؤ خوندي ځالې تالا ترغه کړي دي.

"تر خاتمې جگړه :دپاکستان دپوځ دجگړې طريقه" ليکونکې C.Christine Fair روانه اوونۍ کې ديوې مرکې په مهال دي ټائمز اف انډيا ته وئيلي چې اوس چې پاکستان يوه کارروائي شروع کړې" پاکستان په واشنگټن کې بحث کوي چې هغوي بايد دکوئليشن سپورټ دوامداره مرستې ورکړل شي"

دهغې په قول د٢٠٠٢م څخه پاکستان دامريکا څخه دپوحي اؤ اقتصادي مرستو په مد کې ٢٨ بلينه ډالر اخستي اؤ اضافې مصرف به زياتى وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG