لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوزدير:دپاکستاني پوځيانو په پوسته حمله،شپږ ترهه گر وژل شوي

 دشورو په ورځ چارواکو وئيلي دي چې دپولې پورې غاړې افغانستان څخه د٧٠ؤ څخه تر ٨٠ؤ پورې ترهه گرو په کوز دير ضلع کې دټري پامان اؤ انکل سر سيمو ترمينځ په پاک افغان پوله وسله والو جنگيالو دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته حمله کړې ، خو دهغوي دغه حمله په شا تمبول شوې اؤ شپږ ترهه گر وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکي وائي چې دخيبرپښتونخوا په کوز دير ضلع کې په پاک افغان پوله دنهې په شپه دپولې پورې غاړې افغانستان څخه امنيتي ځواکونو په يوه پوسته شوې حمله ناکامه کړې اؤ شپږ تندلاري يې وژلي دي.

په عين حال کې پاکستان دشورو په ورځ يو سينئر افغان ډيپلوماټ راغوښتى اؤ ورته يې په دغه پيښه احتجاج کړى دى.

دشورو په ورځ چارواکو وئيلي دي چې دپولې پورې غاړې افغانستان څخه د٧٠ؤ څخه تر ٨٠ؤ پورې ترهه گرو په کوز دير ضلع کې دټري پامان اؤ انکل سر سيمو ترمينځ په پاک افغان پوله وسله والو جنگيالو دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته حمله کړې ، خو دهغوي دغه حمله په شا تمبول شوې اؤ شپږ ترهه گر وژل شوي دي.

دپوځي چارواکو وينا ده چې دامنيتي ځواکونو په ځوابي کارروايۍ کې ٩ کسان ژوبل شوي هم دي.

په ١٢ مئ هم پاکستاني چارواکو دعوه کړې وه چې دافغانستان دپولې سره نزدې قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دافغانستان دکونړ ولايت څخه په لسگونو جنگيالي وراوړيدلي وؤ اؤ دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته يې درې پاکستاني پوځيان وژلي وؤ.

پاکستان په دغه شان پيښو په تيرو وختونو کې افغان حکومت ته احتجاج کړى اؤ غوښتنه يې کړې چې په کونړ اؤ نورستان ولايتونو کې دپاکستاني طالبانو خوندي ځالې تباه اؤ ددغه ډلې دمشر مُلا فضل الله په ضد دې گامونه واخلي.

پاکستان په ١٥م جون دافغان پولې ترڅنگ خپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې هم دتندلارو په ضد پوځي عمليات پيل کړي چې پکې يې د٥٠٠ؤ څخه دزياتو تندلارو دوژلو دعوه کړې.

امريکائي اؤ افغان چارواکي تور لگوي چې ددغو عملياتو څخه دافغان طالبانو ډله حقاني نيټ ورک بچ وتلې ،پاکستان دا مني چې کيدى شي دعملياتو څخه دمخه شمالي وزيرستان څخه ځينې تندلاري تښتيدلي وي خو وائي چې هغوي دټولو ترهه گرو خلاف دکوم فرق نه بغير کارروائي ترسره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG