لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوز دير : د اسمبلۍ دغړي درور په گډون شپږ کسان وژل شوي

 دپوليسو ترمخه دکوز دير په چکدره سيمه کې دقومي وطن پارټۍ دمرکزي جنرل سيکرټري اؤ صوبائي اسمبلۍ دغړي بخت بيدار په حجره کې ددوؤ مخالفو ډلو ترمينځ دروغې جوړې لپاره جرگه روانه وه چې په دغه مهال نامعلومو وسله والو ډزې پيل کړې.

دخيبرپښتونخوا په کوز دير سيمه کې دصوبائي اسمبلۍ ديو غړي په حجره کې دډزو په يوه پيښه کې شپږ کسان وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.

دپوليسو ترمخه دکوز دير په چکدره سيمه کې دقومي وطن پارټۍ دمرکزي جنرل سيکرټري اؤ صوبائي اسمبلۍ دغړي بخت بيدار په حجره کې ددوؤ مخالفو ډلو ترمينځ دروغې جوړې لپاره جرگه روانه وه چې په دغه مهال نامعلومو وسله والو ډزې پيل کړې.

دډزو په دغه پيښه کې شپږ کسان وژل شوي چې پکې دبخت بيدار ورور اسحاق اؤ دوه پوليس عسکر هم شامل دي.

اسحاق دچکدرې پخوانى ناظم اؤ دقومي اسمبلۍ دحلقه اين اى ٣٦ کوز دير نه دقومي اسمبلۍ کانديد ؤ.

دډزو ددغه پيښې په مهال دصوبائي اسمبلۍ غړى بخت بيدار پخپل کور کې موجود نۀ ؤ.

همدغه شان دخيبرپښتونخوا په کرک ضلع کې هم ددوؤ ډلو ترمينځ دډزو په يوه پيښه کې درې کسان وژل شوي اؤ ديوې ښځې اؤ لاروي په گډون دوه کسان ژوبل شوي دي.

دپوليسو ترمخه دکرک دصابراباد تاڼې په حدودو کې په پخوانۍ دښمنۍ ددوؤ مخالفو ډلو په يو بل ډزې کړي چې له امله يې درې کسان وژل شوي اؤ يوه ښځه اؤ يو بل لاروى ژوبل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG