لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قندهار:دپوليسو دمشر په کور حمله،٨ کسان مړۀ


دافغانستان دکورنو چارو دوزارت امنيتي مرستيال محمد ايوب سالنگي په دغه حمله کې ديو پوليس، يو ماشوم اؤ شپږو بريدگرو دوژل کيدو پخلى کړى دى.
دافغانستان دکورنو چارو دوزارت امنيتي مرستيال محمد ايوب سالنگي په دغه حمله کې ديو پوليس، يو ماشوم اؤ شپږو بريدگرو دوژل کيدو پخلى کړى دى.

چارواکي وائي دافغانستان دجنوبي ولايت قندهار په سپين بولدک اولسوالۍ کې دولايتي پوليسو دمشر په کور وسله والو جنگيالو حمله کړې اؤ پوليسو سره نښته کې شپږ تندلاري وژل شوي دي.

دافغانستان دکورنو چارو دوزارت امنيتي مرستيال محمد ايوب سالنگي په دغه حمله کې ديو پوليس، يو ماشوم اؤ شپږو بريدگرو دوژل کيدو پخلى کړى دى.

دوالي وياند دوا خان مينه پال ددغه پيښې په اړه خبريالانو ته وئيلي دي چې تندلارو دقندهار دپوليسو دمشر جنرال عبدالرازق کور ته دننوتلو هڅه کړې ده.

سرچينې وائي دحملې په مهال جنرال عبدالرازق پخپله ودانۍ کې موجود نۀ ؤ.

دپوليسو وياند ضياء دراني وائي چې ديوې گينټې دنښتې وروستو پوليسو سره نښته کې شپږ جنگيالي وژل شوي اؤ زياته کړې يې ده چې ځينو تندلارو خپل ځانمرگي واسکټونه چولي اؤ نور په ډزو سره وژل شوي دي.

هغه وئيلي " دوؤ جنگيالو خپل ځانمرگي واسکټونه چولي، تندلارو دنزدې ضلعي پوليسو په تاڼه هم ډزې کړې، څلور تندلاري پوليسو په ډزو سره وژلي"

هغه وئيلي چې پيښه کې درې سرحدي پوليس ژوبل شوي هم دي.

سرچينې وائي په کومه سيمه کې چې دغه نښته شوې هلته دقندهار دپوليسو دمشر رازق اؤ اؤ دسرحدي ځواکونو ديو بل لوړپوړي مشر کورونه موقعيت لري.

دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې پوليس عسکر رسيدلي اؤ ټوله علاقه يې پخپله گيره کې اخستې.

طالبانو ددغه پيښې پړه منلې اؤ ددغه ډلې وياند قاري يوسف احمدي وئيلي دي چې دهغوي دډلې جنگيالو دجنرال رازق په کور اؤ ميلمستون اؤ دنورو امنيتي چارواکو په کورونو حمله کړې چې پکې دهغه په قول گڼ عسکر مړۀ اؤ ژوبل شوي دي.

دخالي په ماښام دهلمند ولايت په مارجه اولسوالۍ کې په موټرسائيکل پسې دتړلي يو بم چاؤديدو له امله هم څلور کسان وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.

تيره ورځ دافغانستان پلازمينه کابل کې هم په يوه بمي چاؤدنه کې يو عسکر وژل شوى ؤ.

دتيرو څو اوونو راهسې دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې دتندلارو لخوا په پوليسو اؤ اولسي وگړو حملو کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG