لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : پوځي عملياتو کې ٩ جنگيالي وژل شوي


 امنيتي ځواکونو دشمالي وزيرستان دميرعلي تحصيل په بيلا بيلو سيمو کې دتندلارو په ضد کارروائي کړې ده چې پکې ٩ ترهه گر وژل شوي اؤ دهغوي اووۀ ځالې تباه شوي
امنيتي ځواکونو دشمالي وزيرستان دميرعلي تحصيل په بيلا بيلو سيمو کې دتندلارو په ضد کارروائي کړې ده چې پکې ٩ ترهه گر وژل شوي اؤ دهغوي اووۀ ځالې تباه شوي

سرچينې وائي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دپاکستان پوځ دتندلارو په ضد يوه کارروايۍ کې ٩ ترهه گر وژلي اؤ دهغوي ٧ ځايې هم تباه کړي دي.

دسرچينو ترمخه امنيتي ځواکونو دشمالي وزيرستان دميرعلي تحصيل په بيلا بيلو سيمو کې دتندلارو په ضد کارروائي کړې ده چې پکې ٩ ترهه گر وژل شوي اؤ دهغوي اووۀ ځالې تباه شوي اؤ ددې ترڅنگ امنيتي ځواکونه په خوشحال اؤ حسوخيل سيمو کې هم دتندلارو په ضد مخ په وړاندې روان دي.

دپاکستان پوځ د١٥م جون راهسې شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي چې پکې تر دې مهاله د٥٠٠ؤ نه زياتو تندلارو دوژل کيدو دعوه شوې خو سيمې پورې دميډيا درسد دنشتوالي له امله دازادو سرچينو نه په دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

بل لوري ته دخيبرپښتونخوا دايف ار بنو په جاني خيل سيمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښته کې دمطيع الله په نوم ديو ترهه گر وژل شوى اؤ امنيتي ځواکونو دولي الله په نوم يو جنگيالى ژوندى نيولى دى.

همدغه شان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ دجمرود تحصيل دعلي مسجد سيمې سره نزدې وسله والو جنگيالو په خاصه دارو حمله کړې چې پکې درې عسکر ژوبل شوي اؤ هغوي دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG