لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاطمي: پوځ شمالي وزيرستان کې ټول جنگيالي پرته له فرق څخه په نخښه کوي


لوړپوړو امريکائي اؤ پاکستاني چارواکو دامريکا دخارجه محکمې ديوې دورې په مهال شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په روانو پوځي عملياتو نظراچولى.
لوړپوړو امريکائي اؤ پاکستاني چارواکو دامريکا دخارجه محکمې ديوې دورې په مهال شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په روانو پوځي عملياتو نظراچولى.

امريکا وئيلي دي چې پاکستان په شمالي وزيرستان کې دپوځي عملياتو پيل کولو څخه دمخه دحقاني نيټ ورک جنگيالو ته افغانستان ته دتيښتې اجازت ورکړې خو پاکستان په ډاگه کړې چې په دغو عملياتو کې پرته له کوم فرق څخه ټول طالب جنگيالي په نخښه کولى شي.

لوړپوړو امريکائي اؤ پاکستاني چارواکو دامريکا دخارجه محکمې ديوې دورې په مهال شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په روانو پوځي عملياتو نظراچولى.

دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو دځانگړي مرستيال سيد طارق فاطمي اؤ امريکا دمرستيال خارجه وزير بل برنز ترمينځ ليدنه کې دپاکستان په دې ژمنه هم بحث شوى چې دحقاني نيټ ورک په گډون به ټول طالب جنگيالي په نخښه کوي.

غونډه کې دامريکا له لوري گيله وشوه چې پاکستان دعملياتو پيل کولو څخه دمخه دحقاني نيټ ورک جنگيالو ته افغانستان ته دتيښتې اجازت ورکړى خو ښاغلي فاطمي ورته باور ورکړى چې پوځ دقوميت، نسل يا دډلې دپيوستون دفرق څخه پرته ټول طالب جنگيالي په نخښه کوي.

ميډيا سره خبرو کې طارق فاطمي په ډاگه کړه چې په ضرب عضب عملياتو کې يو لک پينځه اويا زره پاکستاني پوځيان برخه اخلي اؤدومره لويه کارروائي په خاموشۍ سره نۀ شوه شروع کيدى.

هغه ومنله چې کيدى شي دپوځيانو نقل وحرکت اؤ نورو تيارو له امله ځينې تندلاري دعملياتو پيل کيدو څخه دمخه شمالي وزيرستان څخه وتلي وي.

هغه وويل خو حکومت چاته دوتلو اجازت نۀ دى ورکړى اؤ زياته يې کړه چې دهغوي پوځيانو ته دطالبانو ضد، که هغوي پاکستانيان وي اؤ که افغانان، په ضد دکارروايۍ امر ؤ.

ښاغلى فاطمي واشنگټن ته دخالي په ورځ ديوې اوونۍ په دوره رسيدلى اؤ ددې ترڅنگ ددفاع سکتر اصف ياسين ملک هم دامريکا ددفاع چارواکو سره دشمالي وزيرستان په عملياتو خبرې اترې کړي دي.

دياسين ملک ددورې په مهال يو لوړپوړي پاکستاني دفاعي چارواکي امريکائي ميډيا ته بريفنگ ورکړى اؤ دايسوسي ايټډ پريس دراپور ترمخه هغه وئيلي چې اسلام اباد واشنگټن څخه غوښتنه کړې چې افغانستان څخه دخپلو پوځيانو په ټاکل شوې نيټه دې نظرثاني وکړي.

دغه چارواکي وئيلي چې پاکستان نۀ غواړي امريکا دې د٢٠١٦م تر اخرې افغانستان څخه خپل ټول پوځيان وباسي اؤ امريکا ته يې په ياده کړې چې تراوسه يې افغانستان کې خپل مقصدونه نۀ دي ترلاسه کړي ځکه ورته په دغه هيواد کې دمصروف پاتې کيدو اړتيا ده.

کله چې فاطمي څخه په دغه بيان دتبصرې کولو پوښتنه وشوه نو هغه وويل " يو پاکستاني مشر هم دغه درخواست نۀ دى کړى" په افغانستان کې دامريکا پوځ دپاکستان لپاره انديښنه نۀ ده ،ځکه پاکستان نۀ غواړي چې امريکا ته هلته داوسيدو يا وتلو مشوره ورکړي اؤ زياته يې کړه چې پاکستان امريکا ته ددې وئيلو سره هم څه کار نۀ لري چې ايا هغوي په افغانستان کې خپل مقصدونه ترلاسه کړي که نه.

په واشنگټن کې سفارتي اؤ حکومتي حلقو دپاکستان دخارجه دفتر اؤ دفاع دوزارت ترمينځ خيالاتو کې دغه ښکاره تضاد ته پام راگرځولى اؤ په ډاگه کړې يې ده چې که يو لوري دپاکستان پوځ محسوسوي چې دهغوي دکارروايۍ دکاميابيدو لپاره به دپولې پورې غاړې دامريکائي پوځيانو موجودگي غوره وي ،خو غيرپوځي اړخ دغه غيرمقبولې غوښتنې ته دسياسي تحفظ ورکولو څخه ډډه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG