لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صديقي :افغانستان کې داوسنو حملو منصوبه بندي پاکستان کې شوې

 دافغانستان دملي امنيت دادارې(نيشنل ډائريکټوريټ فار سيکورټي) وياند حسيب صديقي تور لگولى چې په افغانستان کې دشوؤ اوسنو حملو منصوبه بندي په شکمنه توگه دانټرسروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) په ملاتړ پاکستان کې شوې وه.

دافغانستان خفيه ايجنسۍ تور لگولى چې پاکستان په افغانستان کې دحملو کوونکو تندلارو په ملاتړ کولو سره افغانستان کې بې ثباتي پيدا کوي.

دافغانستان دملي امنيت دادارې(نيشنل ډائريکټوريټ فار سيکورټي) وياند حسيب صديقي تور لگولى چې په افغانستان کې دشوؤ اوسنو حملو منصوبه بندي په شکمنه توگه دانټرسروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) په ملاتړ پاکستان کې شوې وه.

دافغانستان دپکتيکا ولايت په ارگون اولسوالۍ کې تيره اوونۍ شوي يو ځانمرگي بريد کې ٨٩ کسان وژل شوي ، همدغه شان تيره ورځ دکابل هوائي اډې نه بهر شوې يو ځانمرگي بريد کې هم څلور کسان وژل شوي وؤ.

کابل کې خبريالانو سره دخبرو په مهال دملي امنيت دادارې وياند وويل دافغانستان دحساس صورتحال څخه په ګټې اخستو دحقاني شبکه دپاکستان دپوځ اؤ خفيه ادارې په ملاتړ دافغانستان دننه دکارروايۍ پلانونه جوړوي چې ددغې ډاګيز مثال دپکتيکا ولايت دارګون ځانمرګي بريد ؤ.

پاکستان په تيرو وختونو کې دافغانستان له لوري دتندلارو دملاتړ لگول شوي تورونه رد کړي اؤ وئيلي يې دي چې ديو باثباته اؤ پرامنه افغانستان ملاتړ کوي

ښاغلي صديقي دخپلو دغو دعوؤ په اړه کوم ثبوت نۀ دى وړاندې کړى.

هغه تور لگولى چې دپاکستان دپوځ له لوري شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد روانې کارروايۍ کې هيڅ پرمختگ نۀ دى شوى ځکه چې ائي ايس ائي دحقاني ډلې جنگيالو ته په سيمه کې ددغه کارروايۍ دپيل کيدو خبردارى دوړاندې څخه ورکړى ؤ.

راپورونه وائي حقاني نيټ ورک دالقاعده سره تړلې دافغان طالبانو يوه ډله ده چې دشمالي وزيرستان څخه په افغانستان کې فعاليتونه کوي.

صديقي وئيلي " دعملياتو پيل کيدو څخه دوه اوونۍ دمخه دحقاني قيادت دپاکستان دخفيه ايجنسۍ دنيغ په نيغه امر سره دشمالي وزيرستان څخه په يو نيمو سلو مختلفو گاډو، چې ورسره وسلې اؤ گوله بارود هم وؤ، بدل شوى ؤ" اؤ زياته کړې يې ده چې هغوي کرمې ايجنسۍ ته ورغلي دي.

خو دپاکستان پوځ اؤ حکومت دريځ لري چې دشمالي وزيرستان په پوځي عملياتو کې تندلاري پرته له کوم فرق څخه په نخښه کولى شي.

صديقي نيوکه کړې چې دپاکستاني پوځ په کارروايۍ کې کوم لويې ترهه گر مشر نيول شوى يا وژل شوى نۀ دى اؤ کوم کسان چې وژل شوي هم دي نو هغه په سيمه کې شوؤ امريکائي ډرون حملو کې وژل شوي.

دافغانستان له لوري په پاکستان دغه تورونه وروستو له هغې لگولي شوي چې دافغانستان په کندوز ولايت کې يو ځانمرگي بريد کې يو پوليس عسکر وژل شوى دى.

دپوليسو وياند سرورحسين وئيلي چې په کندوز ښار کې يو پيدل روان ځانمرگي دچاردرې دپوليسو مشر په نخښه کړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG