لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : درائيو دسردوباره شميرنې څارل پيل شوي


هغه وويل چې دامريکا دخارجه وزير جان کيري سره دشوي اتفاق ترمخه دواړو کانديدانو نتيجو ته ددرناوي لرلو ژمنه کړې ده.
هغه وويل چې دامريکا دخارجه وزير جان کيري سره دشوي اتفاق ترمخه دواړو کانديدانو نتيجو ته ددرناوي لرلو ژمنه کړې ده.

دزيارت په ورځ دافغانستان دټولټاکنو خپلواکه کميسون کابل کې دملي ،بين المللي مبصرينو اؤ ددواړو صدارتي کانديدانو داستازو په موجودگۍ کې دصدارتي ټولټاکنو ددوهم پړاؤ درائيو دڅارنې عمل پيل کړى دى.

دټولټاکنو دخپلواکه کميسون مشر احمد يوسف نورستاني پلازمينه کابل کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل چې درائيو دبيا شميرلودڅارنې دغه لړۍ به ددريوؤ څخه تر څلورو اوونو دوامداره وي اؤ زياته يې کړه چې دووټونو بيا شميرنه دټولټاکنو دکميشن په دفتر کې ترسره کيږي.

نورستاني وويل چې خواؤشا د٢٢٨٠٠ؤ رايو دصندوقچو جاج به اخستى شي اؤ زياته يې کړه چې نړيوالو مرستندويه ځواکونو(ايساف) دولايتونو څخه درائيو دصندوقچو په حفاظت سره پايتخت ته د وروړلو باور ورکړى دى.

دټولټاکنو دکميشن مشر وويل درائيو دبيا شميرلو عمل به دټاکنو دکميسون په دفتر کې دوړاندې څخه دموجودو دريوؤ زرو صندوقچو څخه پيل کولى شي اؤ زياته يې کړه چې کانديدان دبيا شميرلو دعمل پايې ته درسيدو څخه وروستو په يو شواروز کې شکايتونه جمع کولى شي.

هغه وويل چې دکميسون لپاره به لازمه وي چې په دوؤ شواروزو کې ددغو شکايتونو معامله هواره کړي.

هغه وويل چې دامريکا دخارجه وزير جان کيري سره دشوي اتفاق ترمخه دواړو کانديدانو نتيجو ته ددرناوي لرلو ژمنه کړې ده.

کميسون به په دوؤ وختونو دسحر داوؤ څخه تر غرمې اؤ دغرمې ديوې بجۍ څخه دماښام شپږو بجو پورې کار کوي، په هر وخت کې به دخپلواکه کميسون ١٠٠ ډلې دنړيوالو مبصرينو اؤ دواړو کانديدانو داستازو په څارنه کې کار کوي اؤ هر کانديد ته د٢٠ؤ مبصرينو دنومولو اجازت دى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG