لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تسنيم اسلم : افغانستان دې خپله خاوره دپاکستان په ضداستعماليدو ته نۀ ورکوي


" مونږ افغان چارواکو ته وئيلي چې دپاکستان په ضد دې دخپلې خاورې داستعماليدو اجازت نۀ ورکوي "
" مونږ افغان چارواکو ته وئيلي چې دپاکستان په ضد دې دخپلې خاورې داستعماليدو اجازت نۀ ورکوي "

دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم دزيارت په ورځ افغان چارواکو څخه غوښتنه کړې ده چې خپله خاوره دې دپاکستان په ضد حملو لپاره کارول کيدو ته نۀ پريږدي.

اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم دپکتيکا دځانمرگي بريد په گډون افغانستان کې دترهه گرۍ په اوسنو پيښو دخفگان څرگندونه وکړه اؤ وې وئيل ددغسې بريدونو جواز په يو صورت کې هم نۀ جوړيږي.

تسنيم اسلم وويل "مونږ دترهه گرۍ په ټولو کې غندنه کوؤ "

دپولې دپورې غاړې(افغانستان) څخه دکيدونکو بريدونو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې هغې وويل " مونږ افغان چارواکو ته وئيلي چې دپاکستان په ضد دې دخپلې خاورې داستعماليدو اجازت نۀ ورکوي " اؤ هيله يې څرگنده کړه چې افغانستان به په دې لړ کې ضروري گامونه واخلي.

.افغانستان کې د صدارتي ټولټاکنو په اړه دخارجه دفتر وياندې وويل چې پاکستان گاونډي هيواد کې ددوهم پړاؤ دصدارتي ټولټاکنو کې دټگۍ ټورۍ دشکايتونو دمعاملې په غوره طريقې سره دهواري هرکلى کړى اؤ هيله يې څرگنده کړه چې افغان چارواکي اؤ بين المللي شراکت داران به راتلونکو څو اوونو کې ترسره کيدونکي مهم پړاؤ کې هم بريالي شي.

افغانستان کې دپاکستاني خبريال فيض الله خان د سزا په اړه دخارجه دفتر وياندې وويل ددغه خبريال په حفاظت سره دخوشې کيدو باوري کولو لپاره په افغانستان کې دپاکستان سفير دغه معامله افغان چارواکو سره راپورته کړې اؤ زياته يې کړه چې افغان چارواکو په دغه معامله پاکستان سره دملاتړ ژمنه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG