لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : جان کيري وائي دافغانستان وضعيت نازک دى


 افغانستان ته دروانيدو څخه دمخه جان کيري وئيلي وؤ چې هغه دافغانستان دټولټاکنو په بحران ژوره انديښنه لري.
افغانستان ته دروانيدو څخه دمخه جان کيري وئيلي وؤ چې هغه دافغانستان دټولټاکنو په بحران ژوره انديښنه لري.

دصدارتي ټولټاکنو پسر دراپورته شوي جنجال دهوارولو لپاره دزيارت په شپه دامريکا خارجه وزير جان کيري افغانستان ته رسيدلى اؤ ددغه هيواد په پلازمينه کابل کې يې وئيلي دي چې دافغانستان وضعيت نازک دى.

دامريکا دخارجه محکمې يو وياند وائي چې جان کيري به دافغانستان دصدر حامد کرزي، دواړو صدارتي کانديدانو اشرف غني ، عبدالله عبدالله اؤ دملگرو ملتونو دچارواکو سره ليدنې کوي.

سرچينې وائي ممکنه ده چې خارجه وزير افغانستان کې دټولټاکنو دکميشن دچارواکو اؤ نورو افغان مشرانو سره هم وويني.

افغانستان ته دروانيدو څخه دمخه جان کيري وئيلي وؤ چې هغه دافغانستان دټولټاکنو په بحران ژوره انديښنه لري.

جان کيري دکابل په امريکائي سفارت خانه کې افغانستان کې دملگرو ملتونو دمشر دمشر جان کيوبيس سره دليدنې وروستو وئيلي دي چې " افغانستان دنازک دور څخه تيريږي"

دامريکا دخارجه محکمې وياند وائي چې جان کيري به دصدر براک اوباما دا پيغام رسوي چې امريکا دټولو معقولو تورونو اؤ دهوکو ديوې تفصيلي جائزې توقعو کوي اؤ کوم غيرايني گامونه به نۀ مني.

دافغانستان دټولټاکنو خپلواکه کميشن اشرف غني دصدارتي ټولټاکنو ددوهم پړاؤ په لمړو نتيجو کې بريالى گرځولى خو دهغه مخالف کانديد ډاکټر عبدالله په ټاکنو کې دسترې درغلۍ کيدو په تورونو لگولو سره دنتيجو دمنلو څخه انکار کړى ، چې ورسره په دغه هيواد کې دنسلي تاؤتريخوالي راولاړيدو اؤ په پرامنه توگه داقتدار دبدلون په اړه دستونزو پيدا کيدو انديښنه څرگندولى شي.

دډاکټر عبدالله عبدالله له لوري دمتوازي حکومت جوړولو دخبرونو مخې ته په راتلو دامريکا خارجه وزير خبردارى ورکړى ؤ چې په غيرقانوني ډول په حکومت دقبضې کولو سره افغانستان ته ورکړل کيدونکې امريکائي مرستې ختميدى شي.

امريکا وائي دافغانستان په ټولټاکنو کې دکوم اړخ پلوي نۀ کوي خو ديو باوري اؤ شفاف عمل ملاتړ کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG