لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : افغانستان کې په پرامنه ډول داقتدار دبدلون ملاتړ کوؤ


بيان کې دعوه شوې چې افغانستان کې دپرامنه ټولټاکنو ترسره کيدو لړ کې پاکستان ټوله ممکنه مرسته کړې
بيان کې دعوه شوې چې افغانستان کې دپرامنه ټولټاکنو ترسره کيدو لړ کې پاکستان ټوله ممکنه مرسته کړې

پاکستان دشورو په ورځ وئيلي دي چې گاونډي هيواد افغانستان کې داقتدار دپرامنه اؤ جمهوري بدلون ملاتړ کوي.

دپاکستان دخارجه چارو دوزارت څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې پاکستان پرله پسې په دې خبره ټينگار کړى چې افغان اولس جمهوري انتخاب ته به درناوى لري.

بيان کې دعوه شوې چې افغانستان کې دپرامنه ټولټاکنو ترسره کيدو لړ کې پاکستان ټوله ممکنه مرسته کړې اؤ زياتوي چې په دغه لړ کې يې دټولټاکنو دلمړي اؤ دوهم پړاؤ په مهال يې په پوله څارنه اؤ حفاظتي گامونه سيوا کړي وؤ.

بيان کې هيله څرگنده شوې چې دلمړو نتيجو په اړه به ټولې اړونده معاملې په پرامنه توگه دافغانستان دائين اؤ قوانينو په دائره کې په مناسب وخت کې دمذاکراتو له لارې هوارې شي.

پاکستان دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې افغانستان کې ددوهم پړاؤ دلمړو نتيجو ترمخه صدارتي کانديد اشرف غني ته په عبدالله عبدالله برى ترلاسه کړى اؤ عبدالله تيره ورځ په کابل کې خپلو پلويانو ته دوينا په مهال دټولټاکنو نتيجې رد کړي اؤ دهغوي څخه يې په افغانستان کې دمتوازي حکومت جوړولو په اړه دڅو ورځو مهلت غوښتى.

دعبدالله عبدالله په زرگونو پلويان چې تيره ورځ په کابل کې د لويې جرگې تالار ته ورغونډ شوي وؤ، دميډيا راپورونه وائي دغو پلويانو دجرگې په تالار کې دافغان جمهوررئيس ځړيدلى عکس وشلولو اؤ دهغې پځايې يې دعبدالله عبدالله يو داسې عکس را ځوړند کړو چې ورلاندې ليکل شوي دافغانستان دخلکو جمهوررئيس

دخارجه وزارت بيان کې وئيل شوي چې دشروع څخه پاکستان دريځ لرلى چې افغان صدارتي ټولټاکنې دافغان ټولټاکنو دادارو په مشرۍ يوه افغان چاره ده.

بيان زياتوي چې " مونږ دلمړي اؤ دوهم پړاؤ په اړه دافغان ټولټاکنو دکميشن دابتدائي نتيجو اعلان کتلى اؤ دا بيان مو نوټ کړى چې دغه نتيجې غوڅې نۀ دي"

دخارجه وزارت بيان زياتوي چې " يو پرامنه ،باثباته اؤ خوشحاله افغانستان دسيمې دامن اؤ ثبات لپاره مهم دى"

بيان کې دا هم وئيل شوي چې " مونږ به په افغانستان کې دامن، ثبات اؤ پرمختيا دغرض لپاره دکيدونکو ټولو هڅو ملاتړدوامداره ساتو "

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG