لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف :"ضرب عضب" عمليات به پاکستان کې امن لپاره گټور ثابتيږي


دپوځ سرلښکر جنرال راحيل دپاکستان وزيراعظم دشمالي وزيرستان عملياتو کې تر دې مهاله په شوې کاميابۍ خبر کړى
دپوځ سرلښکر جنرال راحيل دپاکستان وزيراعظم دشمالي وزيرستان عملياتو کې تر دې مهاله په شوې کاميابۍ خبر کړى

راپورونه وائي دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف وزيراعظم نواز شريف سره ليدنه کړې اؤ هغه سره يې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په روانو پوځي عملياتو" ضرب عضب" خبرې اترې کړي دي.

سرچينې وائي اسلام اباد کې ددغه ليدنې په مهال دپوځ سرلښکر جنرال راحيل دپاکستان وزيراعظم دشمالي وزيرستان عملياتو کې تر دې مهاله په شوې کاميابۍ خبر کړى اؤ نواز شريف دتندلارو په ضد په پوځي کارروايۍ داطمينان څرگندونه کړې ده.

دسرچينو وينا ده وزيراعظم دپوځ دپيشه وارانه مهارت ستائينه وکړه اؤ جنرال راحيل ته يې وويل چې دپاکستان دوسله والو پوځونو دمهارت په وجه په دغو عملياتو کې اولس ته زيان نۀ اوړي اؤ زياته يې کړه چې دپوځ په گډون دټولو ملکي ادارو په مربوط انداز کې کار کول داطمينان وړ دي.

دشمالي وزيرستان دعملياتو ترڅنگ دواړو مشرانو ددغه ليدنې په مهال دهيواد په مجموعي امنيتي صورتحال اؤ دوزيرستان څخه دبې کوره شوؤ خلکو په حالت هم غور کړى دى.

سرچينې زياتوي پوځي سرلښکر نواز شريف ته وويل چې دحکومتي امر سره سم شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد پوځي عمليات روان دي اؤ بنو، لکي مروت اؤ ډي ائي خان ته دشمالي وزيرستان څخه دورغلو کډوالو په امدادي هلو ځلو کې پوځ هم کوټلې برخه اخلي.

وزيراعظم وويل چې په شمالي وزيرستان کې دپوځي عملياتو دسرته رسيدو وروستو دهغه حکومت په عزت اؤ وقار سره دکډوالو بيرته خپلو سيمو ته دواپسۍ لپاره يوه جامع تگلاره برابروي اؤ زياته يې کړه چې بې کوره شوؤ خلکو دپاکستان دثبات اؤ سلامتۍ لپاره قربانۍ ورکړي دي.

جنرال راحيل وويل چې دوزيراعظم دلارښوونې سره سم به دپاکستان وسله وال پوځونه په شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو مقصدونه ترلاسه کوي.

په دغه موقع وزيراعظم نواز شريف وويل چې دشمالي وزيرستان عمليات به هيواد کې دامنيت په ټينگښت کې گټور ثابتيږي.

وزيراعظم نواز شريف سره جنرال راحيل دغه ليدنه په داسې حال کې کړې چې تيره ورځ دپوځ سرلښکر دشمالي وزيرستان دوره کړې وه اؤ دپوځ دمطبوعاتي څانگې ترمخه جنرال راحيل په امنيتي ځواکونو غږ کړى ؤ چې بايد ټول سيمه ييز اؤ بهرني ترهه گر اؤ دهغوي خوندي ځالې دې له مينځه يوسي.

پاکستان پخپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې په ١٥م جون يوه اوونۍ وروستو له هغې په لويه پيمانه پوځي عمليات پيل کړل چې دپاکستاني طالبانو تحريک دکراچۍ په هوائي اډه دحملې ذمه واري ومنله، دغه حمله کې نزدې ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG