لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اقليتونو تحفظ دپاره د خيبرپښتونخوا تعليمي نصاب کې د بدلون پريکړه


وزيراعلي پرويز خټک اړونده چارواکو ته داقليتي ورورولۍ دعبادت خانو لپاره دبشپړ امنيت ورکولو اؤ په صوبه کې دټولو اقليتونو دتحفظ لپاره ديو جامع پلان جوړولو امر کړى .
وزيراعلي پرويز خټک اړونده چارواکو ته داقليتي ورورولۍ دعبادت خانو لپاره دبشپړ امنيت ورکولو اؤ په صوبه کې دټولو اقليتونو دتحفظ لپاره ديو جامع پلان جوړولو امر کړى .

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې حکومت پريکړه کړې چې په صوبه کې د ميشته اقليتونو د تحفظ دپاره به تعليمي نصاب کې د مذهبي اهنگۍ د درس ورکولو ترڅنگ د ټولنې ټولو وگړو څخه د موثره کردار اخستو دپاره کوټلي گامونه اخستل کيږي .
اؤ ددې ترڅنگ وزيراعلي پرويز خټک اړونده چارواکو ته داقليتي ورورولۍ دعبادت خانو لپاره دبشپړ امنيت ورکولو اؤ په صوبه کې دټولو اقليتونو دتحفظ لپاره ديو جامع پلان جوړولو امر کړى .
په پاکستان اؤ ځانگړي ډول خيبرپښتونخوا صوبه کې په بيلابيلو وختونو کې د اقليتونو عبادتخانې د ترهگرو لخوا په نخښه کړل شوي چې پکې تيرکال د ستمبر په مياشت کې دپيښور په کوهاټۍ سيمه کې د عيسايي ورورولۍ په يوه کليسا ترسره شوى هاغه ځانمرگي بريد هم شامل دى چې تر100ؤ زيات ميسيحي وگړي پکې وژل شوي وؤ.
د نهې په ورځ دخيبر پښتونخوا دوزيراعلي پرويزخټک داقليتي چارو په هکله دخپل مشاور سردار سورن سنګهـ په مشرۍ دسکهـ ورورولۍ يو استازي هيئت سره ليدلي اؤ ورسره يې صوبه کې اقليتونو ته په ميشته هراړخيزو ستونزو تفصيلي غور اؤ بحث کړى دى.
اقليتي هئيت سره دخبرو په مهال وزيراعلي پرويز خټک وويل په صوبه کې ميشته اقليتونه دې ځان غيرمحفوظ نۀ گڼي ځکه چې صوبايي حکومت يې ټول حقونه مني اؤ د تحفظ دپاره به يې هر هاغه گام اخلي چې د دوئ د اطمينان اؤ خونديتوب باعث جوړيدى شي.
د وزيراعلي ددفتر لخوا وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته ددغه ملاقات په هکله په ليږل شوي يو بيان کې وئيل شوي وزيراعلي سره د ليدنې په مهال سکهـ ورورولۍ داورکزو ايجنسۍ په ګډون قبائيلي سيمو کې دسکهانو اؤ نورو اقليتي کورنو په بدحالت ، دکډو کولو اؤ دنورو ستونزو سره دمخ کيدو له امله په حکومت نيوکه وکړه چې ددې په بدل کې وزيراعلي پرويز خټک دسکهـ ورورولۍ پشمول داقليتي تاجرانو دتحفظ لپاره اړوند چارواکو اؤ دپيښور چيف کيپټل پوليس اعجاز احمد ته دموثره ګامونو اخستو امر وکړو.
دپيښور ډويژن دپوليسو مشر يا سي سي پي اؤ اعجاز احمد چې د وزيراعلي په بلنه په دغه ملاقات کې پخپله موجود ؤ وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته د ملاقات دجزئياتو بيانولو په مهال وويل اقليتي ورورولۍ په دغه ليدنه کې د صوبې وزيراعلي اقليتونو ته د مختلفو اړخونو څخه د پيښو ستونزو څخه خبر کړو اؤ ورته يې وويل چې اقليتونه هم ددې هيواد وگړي اؤ دمساوي حقونو ترلاسه کولو حقدار دي بايد دوئ ته د ټولنې اکثريتي وگړي د کرکې په نظر ونۀ گوري.
د پوليسو مشروويل په دغه غونډه کې وزيراعلي اؤ نورو اړونده چارواکو د اقليتي ورورولۍ ستونزې په غور سره واوريدې اؤ دهغې د هواري دپاره په سړه سينه غور اؤ اوږد بحث وشو.
اعجاز احمد خان وويل په غونډه کې پريکړه وشوه چې بايد صوبه کې دميشته اقليتونو په ضد د کرکې اؤ امتيازي روئيو د مخنيوي دپاره په تعلمي نصاب کې بدلون راوړل شي اؤ نوي کول ته په ډاگه کړل شي چې د مذهبونو په بنياد بايد دهيچا څخه کرکه ونۀ کړل شي بلکې د ملي يو والي په روحيه دې د ټولو مذهبونو اؤ مسلکونو خلک ديو بل سره مينه وکړي .
د پوليسو مشر زياته کړه صوبه کې د ميشته اقليتي ورورلئ د تحفظ دپاره په دغه مهمه غونډه کې وپئيلى شوه چې بايد په ټولنيزه کچه د اولس څخه هم کردار واخستل شي اؤ ځايې پځايې د اقليتي وگړو د تحفظ دپاره نۀ يواځې کميټې جوړې کړل شي بلکې په دغه لړکې د وړاندې څخه د کار کوونکو فعالينو مټې نورې هم مضبوطې کړل شي.
د وزيراعلي ددفتر لخوا ډيوه راډيو ته د جاري کړل شوي بيان لۀ مخې په دغه ْغونډه کې دضلعو په کچه ډپټي کمشنرانو يا دضلعي انتظاميو د مشرانو په قيادت کې دخير ښيگړې دنوؤ جوړو شوؤ اقليتي کميټيو دفعالولو اؤ داقليتونو دخيرښيګړې ترڅنګ دهغوي دتحفظ لپاره دصلاح مشورو اؤ ګامونو په اخستو هم ټينگار وکړل شو.
وزيراعلي وويل دامن وامان دښه والي اؤ جرمونو دمخنيوي لپاره دګامونو اخستو باوجود ورته معلومه ده چې هر څه سم نۀ دي اؤ زياته يې کړه چې دتاوان لپاره دتښتولو اؤ هدفي وژنو پيښې دصوبائي حکومت لپاره دانديښنې وړ دي .چې ښکار يې يواځې اقليتونه نۀ بلکې ټول اولس دى.
په دغونډه کې وزيراعلي پرويز خټک وويل له بده مرغه دقبائيلي سيمو اؤ بدامنۍ ښکار افغانستان سره داوږدې پولې لرونکې دې صوبه کې هغوي دنورو ستونزو ترڅنګ دوسيلو دکمي سره هم مخ دي خو ترهه ګر اؤ جرائم پيشه عناصر به دقانون منګولو ته راکش کولى اؤ اولس ته به دهغوي څخه نجات ورکولى شي.
په دغه موقع دپيښور سي سي پي او اعجاز احمد خان وويل دوزيراعلي په وينا دهدفي وژونکو اؤ قلنګ خورو په ضد دپوليسو پلټونکې ډلې فعاله کړل شوي اؤ تر دې مهاله ٧٦٦ ډلې په ګوته کړل شوي دي.
دپوليسو مشر زياته کړه چې پوليس د اقليتي وورولئ د عبادتخانو د تحفظ ذمه واري خپل اولين فرض گڼي اؤ نور به په دغه لړ کې د موثره پلانونو دعملي کولو په مهال د اقليتي ورورولئ د غړو اؤمشرانو رايې ته هم د زړۀ له کومې درناوى کولى شي
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG