لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دښکلي حسن ميرمن گل څانگه د مينې دنوم نه هم ويريږي


pashto senger Gul Sanga
pashto senger Gul Sanga
گل څانگه د پښتو يوه نوې پيغله سندرغاړې ده.پخپل خوږ اواز اؤ پريمانه حسن يې لکه د غزاله جاويد د ډيرو خلکو توجو ځانته راگرځولې ده اؤ نن سبايې د شوبز په اصلطلاح مارکيټ ښه گرم دى.
هغه په بنيادي ډول د خيبرپښتونخوا د هشنغر د سيمې سره تعلق لري خو لويه شوې په پيښور کې ده اؤ اوس هم په پيښور کې د خپلو وروڼو په کور اوسيږي ، ځکه چې مور پلار يې وفات شوي دي.
تر دې مهاله يې دسندرو،ټپو اؤ غزلو درې المبونه مارکيټ ته راغلي اؤ په گډو المبونو کې يې هم په شلگونو سندرې وئيلي دي.
د ټي وي اؤ سټيج پروگرامونو تر څنگ د ودونو، ښادو په دستورو کې هم د خپل فن مظاهره کوي. خو دهغې په قول يواځې دپاکستان اؤ افغانستان دننه سندرو وئيلو ته ترجيح ورکوي اؤ لکه دنورو فنکارانو دوبئ يا اروپايي هيوادونو ته تگ نه خوښوي.
هر څو کۀ فنکاران دخپلې کاميابۍ منزل ته د رسيدو دپاره ميډيا د يو پارسنگ په څير ضروري گڼي خو گل څانگه بيا داسې نه ده، هغه کوشش کوي چې دميډيا نه ځان په ډډه وساتي خو د وائس اف امريکه ډيوه راډيو د اوريدونکو دپاره تيره شپه د ډيوه راډيو په پروگرام "بله ډيوه" کې د پروگرام کوربنې ناهيد سحر سره ميلمنه وه.
ديوې پوښتنې په ځواب کې گل څانگې وويل سندرو وئيلو سره يې د وړوکوالي نه مينه وه اؤ د نازيه اقبال په اواز دومره مئينه وه چې دغې مينې د هغې نه هم سندرغاړې جوړه کړه.
گل څانگه وايي تر لسم جماعته يې تعليم کړى دى خو وروستو پرې د سندرو وئيلو شوق ډير غالب شو اؤ تعليمي سلسله ترې په ځايې پاتې شوه.
هغه د فن باقاعده زده کړي د پښتو د نوميالي موسيقار نزير گل استاد څخه کوي اؤ وايي روزانه تر څلورو ساعتو رياض کوي.
د شاعرۍ په ټولو اصنافو کې غزل په مينه وايي اؤ د معياري اؤ دريدلې شاعرۍ د کمپوز کولو ارمانژنه ده خو وائي د مارکيټ د ډيمانډ له مخې مجبوره ده چې د نورو په خوښه سندرې ووايي.
گل څانگه چې دا مهال د وروڼو په کور د پيغلتوب ژوند کوي درې وروڼه اؤ دوه خويندې نورې لري چې هغوئ ټولو ودونه کړي دي خو گل څانگه د وادۀ نه ويريږي اؤ وايي "وادۀ ځکه نه کوم چې ويريږم ، سبا به راباندې خاوند بنديزونه لگوي، غصې به راباندې کوي، په خوب کې به مې خلل اچوي، دخواهشاتو په وړاندې به مې انکار کوي اؤ دا هرڅه مانه نۀ برداشت کيږي"
هغه وايي مينه يې هم کله نه ده کړې اؤ د مينې د نوم نه ډيره سخته ويريږي
کله چې ترې ددغه ويرې علت وپوښتل شو نو وئ وئيل"بس دمينې نه مې ډيره سخته ويره کيږي، خپلو ملگرو ويرولې يم چې مينه کې خلک د زړۀ په نول اخته کيږي اؤ ډيرې سختې وي پکې ، ځکه د مينې نه ځان ساتم"
هغه يوه ميرمن خو ضرور ده خو دکور په کارونو بيخي نه پوهيږي ، يواځې چايې پخولى شي اؤ نوره د اخلي پخپلي په کار کې صفر ده،
د شاپنگ ډيره شوقي ده اؤ غواړي چې هره ورځ د بازار نه نوې نوې جامې واخلي.
"جينکۍ د کالو پترو سره مينه لري خو زما صرف جامې خوښيږي اؤ ډيرې زياتې يې اخلم"
په رنگونو کې يې سپين اؤ گلابې رنگ خوښ دى.
د زړۀ نه ډيره نرمه ده وايي د بې وسه خلکو مجبورۍ ته نۀ شي کتلى "وادۀ ته مې هيڅ اراده نشته خو کۀ کولو مې هم نوداسې څوک به د ژوند ملگرى جوړوم چې د خپلو ضرورتونو په پوره کولو هم راته انکار نۀ کوي اؤ چې د څومره غريبانو سره دهغۀ په پيسو مرسته کووم نو چې هم يې تندى نۀ خرابيږي"
نوموړي وايي موسيقۍ ته د راوتلو څخه وروستو د هغې خاندان ددې عمل ډير سخت مخالفت کړى ؤ خو خپل يو رور ورسره کلکه مرسته وکړه اؤ نن په کور کې د هيڅ رقم مخالفت سره مخ نۀ ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG