لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو سره مذاکرات سم لوري ته روان دي


 هغه دا تاثر رد کړو چې گنې رياستي ادارو کې کوم تاؤتريخوالى موجود دى
هغه دا تاثر رد کړو چې گنې رياستي ادارو کې کوم تاؤتريخوالى موجود دى
دپاکستان داطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير پرويز رشيد وئيلي دي چې دحکومت اؤ غيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان ترمينځ امن مذاکرات سم اړخ ته روان دي.
داطلاعاتو وزير دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې دطالبانو لخوا حکومت سره د٤٠ؤ ورځو دجنگ بندۍ دختمولو څخه وروستو بيگاه دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور اؤ نن په چارسده سيمه کې په پوليسو دوسله والو لخوا يوه حمله اؤ بمي چاؤدنه ترسره شوې چې پکې په مجموعي ډول دشپږو پوليس عسکرو پشمول ٩ کسان وژل شوي دي.
پاکستاني طالبان حکومت څخه گيله کوي چې داوربند په مهال يې هم دهغوي دملگرو په ضد کارروايۍ دوامداره ساتلې وې اؤ ددې ترڅنگ دهغوي دبندي ملگرو دخوشې کولو اؤ دوزيرستان ديوې ځانگړې سيمې څخه دپوځيانو دويستو غوښتنې ته هم مثبت ځواب نۀ دى وئيل شوى.
خو اسلام اباد کې دنهې په ورځ ميډيا سره خبرو کې پرويز رشيد هيله څرگنده کړه چې دمذاکراتو عمل به مثبته نتيجه ولري.
هغه دا تاثر رد کړو چې گنې رياستي ادارو کې کوم تاؤتريخوالى موجود دى اؤ وې وئيل چې ټولې ادارې دائين په دائره کې کار کوي اؤ دقومي سلامتۍ لپاره يو موټى دي.
داطلاعاتو وزير وويل چې دائتلافي گوندونو په مرستې سره طالبانو سره مذاکرات روان دي اؤ دغه مذاکرات نيغ لوري ته روان دي.
له دې وړاندې اسلام اباد کې دقومي کتاب دورځې په مناسبت يوې دستورې ته دوينا په مهال پرويز رشيد وويل بايد داسې ټول کتابونه لرې کړل شي چې تندلاريتوب خوروي.
هغه وويل دکتاب اؤ علم دخورولو سره پاکستاني ټولنې څخه تندلاريتوب اؤ نفرت له مينځه تللى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG