لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده کې بم چاؤدنه ، درې کسان مړۀ،٣٠ ژوبل


 دغه چاؤدنې په چارسده کې دتحصيل بازار په فاروق اعظم چوک کې دپوليسو دگاډي ترڅنگ شوې ده.
دغه چاؤدنې په چارسده کې دتحصيل بازار په فاروق اعظم چوک کې دپوليسو دگاډي ترڅنگ شوې ده.
دپاکستان دخيبرپښتونخوا په چارسدې سيمه کې دنهې په ورځ دپوليسو ديو گاډي سره نزدې ترسره شوې بمي چاؤدنه کې ديو پوليس عسکر په گډون درې کسان وژل شوي اؤ خواؤشا ٣٠ نور ژوبل شوي دي.
ضلعي پوليس افسر( ډي پي او) شوکت الله خان وئيلي دي چې بارودي مواد په يو موټر سائيکل پسې تړل شوي وؤ اؤ دچاؤدنې بنيادي هدف دپوليسو موبائيل ؤ، هغه وويل چې دغه چاؤدنه کې يو دوکانداره هم وژل شوى دى.
دخيبرپښتونخوا دپوليسو مشر( ائي جي) ناصر خان دراني وئيلي دي چې دچاؤدنې څخه دمخه دپوليسو په گاډي ناتاره ډزې شوي اؤ زياته کړې يې ده چې ددغه شان حملو له امله به دهغوي حوصې نۀ ماتيږي.
هغه وئيلي دي چې پوليس اؤ قانون نافذونکې ادارې دترهه گرو په هدف دي خو ددې باوجود به هم هغوي دترهه گرو مقابله کوي اؤ په ضد به يې کارروايۍ کوي.
دغه چاؤدنې په چارسده کې دتحصيل بازار په فاروق اعظم چوک کې دپوليسو دگاډي ترڅنگ شوې ده.
دډسټرکټ هيډکوارټرز هسپتال عملې وينا ده چې دغه بمي چاؤدنه کې دپوليسو پشمول د٣٠ؤ څخه زيات کسان ژوبل شوي دي.
دپيښې سمدستي وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې امدادي کارکوونکي اؤ پوليس عسکر رسيدلي اؤ ژوبل کسان دعلاج لپاره ډسټرکټ هيډکوارټرز هسپتال اؤ دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول شوي دي.
دبمونو دناکاره کوونکو پوليسو وينا ده چې چاؤدنه کې ددوؤ نه تر څلورو کلو گرامو پورې چاؤديدونکي مواد کارول شوي وؤ.
که هر څو ددغه چاؤدنې مسؤليت تر دې مهاله چا په غاړه نۀ دى اخستى ، خو پاکستاني طالبانو له دې وړاندې په امنيتي ځواکونو دبريدونو پړه په غاړه اخستې.
دپاکستاني طالبانو تحريک حکومت سره مذاکراتو کې دموجودو اختلافونو له امله د٤٠ؤ ورځو اعلان شوى اوربند ختم کړى اؤ په ډاگه کړې يې وه چې اوس به پخپل دفاع کې دحملو کولو لپاره دهغوي لاسونه پرانستي وي.
چارسده کې په پوليسو دغه حمله په داسې حال کې شوې چې تيره شپه هم دپيښور سره نزدې بډه بيره سيمه کې ديوې حملې په نتيجه کې يو اولسي وگړى اؤ پينځه پوليس عسکر وژل شوي وؤ.
دغه حمله کې وسله والو دکوهاټ- پيښور روډ په ځنگلي چيک پوسټ ډزې کړې وې چې پکې دوه پوليس ژوبل شوي وؤ اؤ کله چې نور پوليس دخپلو دغو ملگرو دمدد لپاره سيمې ته ورورسيدل نو وسله والو په هغوي هم ناتاره ډزې پيل کړې چې له امله يې ديو سب انسپکټر په گډون پينځه پوليس اؤ يو اولسي وگړى وژل شوي وؤ.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG