لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور : دايف سي په گاډي چاؤدنه، يو عسکر مړ، دوه ژوبل


 ډپټي سپرنټډنټ اف پوليس فضل وحيد وئيلي دي چې دايف سي په گاډي دغه حمله دعزيز مارکيټ ترڅنگ په فرنټئير روډ شوې ده
ډپټي سپرنټډنټ اف پوليس فضل وحيد وئيلي دي چې دايف سي په گاډي دغه حمله دعزيز مارکيټ ترڅنگ په فرنټئير روډ شوې ده
دپاکستان دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور کې دجمعې په ورځ دامنيتي ځواکونو په يو گاډي ترسره شوې بمي چاؤدنه کې يو عسکر وژل شوى اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
ډپټي سپرنټډنټ اف پوليس فضل وحيد وئيلي دي چې دايف سي په گاډي دغه حمله دعزيز مارکيټ ترڅنگ په فرنټئير روډ شوې ده.
دبډه بيرې دپوليسو دتاڼې مشر( ايس ايچ او) گران الله هم پخلى کړى چې دعزيز مارکيټ ترڅنگ دامنيتي ځواکونو په گاډي ترسره شوې دغه چاؤدنه کې يو عسکر وژل شوى اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
دچاؤدنې وروستو دپيښې ځايې ته په گڼ شمير کې امنيتي ځواکونه رسيدلي اؤ ټوله سيمه يې پخپله ولقه کې اخستې.
سيمه کې دتيرو څلورو ورځو راهسې گرځ بنديز يا کرفيو پځايې وه.
اخوا دخيبرايجنسۍ په لنډي کوتل سيمه کې دمليشه ځواکونو په چاؤڼۍ کې په حادثاتي توگه داورلگيدو له امله گڼ شمير چاؤدنې ، خو پکې کومه مرگ ژوبله نۀ ده راوښتې.
پيښور کې په مليشه ځواکونو دترسره شوې دغه چاؤدنې مسؤليت تر دې دمه چا په غاړه نۀ دى اخستى.
پاکستاني طالبانو حکومت سره د٤٠ؤ ورځو داوربند دختمولو اعلان کړى اؤ تيره ورځ دکابينې دقومي سلامتۍ په غونډه کې طالبانو سره دامن مذاکراتو په دوامداره ساتلو داتفاق ترڅنگ دا خبره هم په ډاگه کړل شوې وه چې دامن خرابونکو په ضد به سخت گامونه اخستى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG