لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتنو فنکارانو د خپل استاد" فاروق استاد "تاج پوشي وکړه


نوميالى سندرغاړې فضل وهاب درد په فاروق استاد ليکل شوې مقاله اوروي
نوميالى سندرغاړې فضل وهاب درد په فاروق استاد ليکل شوې مقاله اوروي
دا دفاروق استاذ قيصه ده.----د هاغه لويې فاروق چې پخپل 65 کلن ژوند کې يې د پښتو موسيقۍ په سوؤنو نوميالي سندرغاړي تربيه کړي اؤ د شهرت لوړ بام ته رسؤلي خو پخپله دچارسدې په ميره کې د خټو په يو خاورين کور کې د گمنامۍ په تپه توره تيارۀ کې د خاکسارۍ اؤ ملنسارۍ ډک ژوند تيروي.
د موسيقۍ د لطيف فن ماهر فاروق استاد د پښتو هغه لويې موسيقار دى چې دهغۀ لاس نيوه هر فنکار دځان دپاره وياړ گڼي.
د هارمونيم مخې ته چې کله کښيني نو په هره پرده کې د فن د سمندر نه ناوياته ملغلرې راوباسي ،
طرزونه اؤ سازونه پرې لکه د شبنم د څاڅکو راوريږي.
د اى ار انور پشان ستر موسيقار چې کرن خان، سرفراز، زر ولي اؤ داسي نور ډير تکړه فنکاران يې روزلي دي هم د فاروق استاد په شاگردۍ وياړ کوي اؤ وايي هغه د فن په ډيرو باريکيو فاروق استاذ پوهه کړى دى.
فاروق استاذ په بنيادي ډول د خيبرپښتونخوا د صوابۍ سيمې اوسيدونکى دى خو د ډيرې زمانې راهسې په چارسده کې ژوند کوي.
تيره شپه د هغۀ شاگردانو په چارسده کې د فاروق استاذ د تاج پوشۍ يوه درنه دستوره راجوړه کړې وه چې پکې د خيبرپښتونخوا نوميالو سندرغاړو، موسيقارانو، د موسيقۍ د فن سره تړلو شخصياتو، شاعرانو، ليکوالانو اؤ صحافيانو په گڼ شمير کې برخه لرله.
د تاج پوشۍ ددغې دستورې صدارت نوميالي موسيقار اى ار انور کولو اؤ مشران ميلمانۀ پکې خبريالان ميا فاروق فراق اؤ ناصرداوړ وؤ.
په دغه دستوره کې د پښتو نوميالي سندر غاړي فضل وهاب درد د فاروق استاذ دفن اؤ شخصيت په هکله خپله ليکلې مقاله کې وويل "فاروق استاد چې پښتو موسيقۍ ته کومې بخښنې د نوؤ ،نوؤ طرزونو اؤ سازونو په شکل کې يا د شاگردانو د تربيې په توگه کړي دي يقيناً چې هغۀ به د پښتو موسيقۍ په تاريخ کې تل په زرينو ټکو يادولى شي"
فضل وهاب درد زياته کړه فاروق استاذ نۀ يواځې د خپلو شاگردانو فني تربيت کړى بلکې لوړ اخلاق، انسانيت سره مينه اؤ د ژوند رموز يې هم ورښودلي دي چې دا د يو فنکار اصل خاصه وي.
نوموړي زياته کړه هر څو کۀ فاروق استاذ ډير لويي موسيقار دى اؤ د پښتونخوا په گوټ گوټ کې شاگردان لري خو هغه د عاجزۍ ډک طبيعت لري اؤ د تصوف پخپله دنيا کې د خاکسارۍ ژوند ته ترجيح ورکوي.
د فاروق استاذ يو بل شاگرد اؤ د چارسدې د سيمې تکړه سندرغاړي خيال گل نسيم پخپله وينا کې وويل يواځې د نمونځ چل ورته مور ښودلى اؤ د ژوند په نورو ټولو اړخونو کې ورته فاروق استاد تربيت ورکړى دى چې دى پرې وياړ کوي.
د وائس اف امريکا ډيوه راډيو خبريال فاروق فراق دستورې ته پخپله وينا کې د فاروق استاد په څير د ټولو هنرمندانو ، ليکوالو، شاعرانو اؤ سندرغاړو د فني خدماتو د اعتراف په ضرورت ټينگار وکړو اؤ وئ وئيل دا د خوشحالۍ ځايې دى چې نن د موسيقۍ ددنيا سره تړلي شخصيات د خپل استاد د فني خدماتو په اعتراف کې د هغۀ تاج پوشۍ دپاره راټول شوي دي.
ددغه دستورې په مهال د هندوستان د نوابانو د کورنۍ دتکړه موسيفار استاد لال خان زوئ استاد نواب فاروق استاد ته شمله پسر کړه اؤ د تاج پوشۍ رسم يې ادا کړو.
دستوره کې د خيبرپښتونخوا ترڅنگ د پنجاب د لاهور ښار د موسيقۍ نوميالو استادانو هم برخه لرله
نوميالو سندرغاړو ظفراقرار، ، بهادر زيب، بلال، فضل وهاب درد،رييس باچا، اؤ گڼو نورو دمحفل برخه والو ته موسيقي وړاندې کړه.
د کلي په يوه حجره کې راجوړ شوي دغه رنگين محفل د شپې تر دريوؤ بجو دوام ولرلو خوپه پروگرام کې د گډون کوونکو د دلچسپۍ دا حال ؤ چې هډو د وخت دتيريدو احساس ورته نۀ کيدو.
ددغه پروگرام يو بل خاصيت دا ؤ چې بيخي د روايتي کليوال ماحول اثر پرې خور ؤ اؤ لکه څنگه چې د پښتنو په کليو بانډو کې د غم ښادۍ په موقعه د کلي اوسيدونکي حجرې ته د چائيو چانکونه اؤ ډوډۍ وباسي هم دغسې د فاروق استاد په درناوي کې راجوړې شوې ددغې دستورې برخه والو ته د کلي خلکو د چائيو چانکونه راوړل البته د ميلمنو تواضع د چارسدې په روايتي غټو وريژو وکړى شوه
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG