لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هيومن رائټس واچ په پاکستان دترهه گرۍ ضد قانون کې دبدلون غږ کړى


دهيومن رائټس واچ دايشياء ډائريکټر براډ ايډمز وئيلي دي چې بايد دترهه گرۍ ضد قوانين دبنيادي حقونو دخلاف ورزۍ لپاره ونۀ کارول شي.
دهيومن رائټس واچ دايشياء ډائريکټر براډ ايډمز وئيلي دي چې بايد دترهه گرۍ ضد قوانين دبنيادي حقونو دخلاف ورزۍ لپاره ونۀ کارول شي.
د بشري حقونو نړيوالې ادارې هيومن رائټس واچ د تحفظ پاکستان ارډيننس ( پي پي او) په پاس کيدو نيوکه کړې اؤ دا يې دبشري حقونو اؤ ازادۍ په ضد گرځولى.
دپاکستان صدر ممنون حسين په ٢٠م اکتوبر کال ٢٠١٣م کې دتحفظ پاکستان ارډيننس منظوري ورکړې وه اؤ دروانې مياشتې په ٧مه نيټه دپارليمان دښکتني ايوان قومي اسمبلۍ څخه يې هم داپوزيشن دسخت مخالفت باوجود منظور شو، خو دسينيټ څخه يې منظوري لا پاتې ده.
دغه قانون سازي امنيتي ځواکونو ته دخلکو دنيولو اؤ په بند کې دساتلو بلها اختيارات ورکوي.
په يو بيان کې هيومن رائټس واچ دپارليمان په برني ايوان ( سينيټ) غږ کړى چې ددغه سخت قانون دمنظورولو څخه دې انکار وکړي اؤ د اړونده بدلونونو لپاره دې دغه قانون سازي بيرته قومي اسمبلۍ ته وليږي.
دهيومن رائټس واچ دايشياء ډائريکټر براډ ايډمز وئيلي دي چې بايد دترهه گرۍ ضد قوانين دبنيادي حقونو دخلاف ورزۍ لپاره ونۀ کارول شي.
دهغه وينا ده دبل مسوده نۀ يواځې دا چې دبشري حقونو اؤ ازادۍ په ضد ده بلکې ددې له امله پرامنه سياسي اپوزيشن گوندونو ته هم خطره ده.
هغه وائي چې پاکستانيان دخپلو حقونو څخه محرومول دترهه گرۍ په ضد جگړه کې کومه موثره وسله نۀ ده.
دهيومن رائټس واچ ترمخه دترهه گرۍ ضد دپاکستان دغه مجوزه قانون دوينا دازادۍ، راز، اؤ پرامنه راجمع کيدو پشان دبنيادي حقونو خلاف ورزي کوي
دبشري حقونو دغه نړيوالې ادارې انديښنه څرگندونه کړې چې پاکستان کې دترهه گرۍ ضد دغه قانون پرامنه سياسي اپوزيشن اؤ په حکومتي تگلارو نيوکه محدودولى شي.
په قومي اسمبلۍ کې دتحفظ پاکستان بل دمنظورۍ په مهال اپوزيشن ګوندونو دايوان څخه واک اؤټ کړى ؤ ، ددغه بل نقلونه يې شلولي وؤ، دا يې دبشري حقونو په ضد اؤ يو امرانه قانون سازي بللې وه.
بل لوري ته دجماعت اسلامي امير سراج الحق دجمعې په ورځ لاهور کې دوينا په مهال تحفظ پاکستان ارډيننس دبنيادي حقونو په ضد ګرځولى اؤ وئيلي يې دي چې حکومت دې په دې نظرثاني اؤ صلاح مشوره وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG