لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان : دپاکستاني طالبانو ترمينځ نښته کې ١٠ جنگيالي وژل شوي


 سرچينې وائي چې ددغه نښتې په مهال دواړو خواؤ ديو بل په ضد درنې وسلې کارولي دي.
سرچينې وائي چې ددغه نښتې په مهال دواړو خواؤ ديو بل په ضد درنې وسلې کارولي دي.
راپورونه وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان په شکتوئي سيمه کې دطالبانو ددوؤ مخالفو ډلو ترمينځ دنهې په ورځ ترسره شوې يوه نښته کې نور ١٠ جنگيالي وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي چې ددغه نښتې په مهال دواړو خواؤ ديو بل په ضد درنې وسلې کارولي دي.
دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان ددوؤ تندروه ډلو خان سيد چې په سجنا شهرت لري اؤ ولي الرحمان ډلو ترمينځ داتوار په ورځ شوې نښته کې هم پينځه جنگيالي وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي وؤ چې ورسره تر دې مهاله ترسره شوؤ نښتو کې دوژل شوؤ کسانو شميره ١٥ؤ ته رسيدلې ده.
دپاکستان پوځ جنوبي وزيرستان کې کال ٢٠٠٩م کې دپاکستاني طالبانو دتحريک دجنگيالو پشمول سيمه کې دموجودو تندلارو په ضد ستر پوځي عمليات ترسره کړي وؤ چې پکې دپوځ له لوري دسلگونو جنگيالو دوژنې ادعاوې شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG