لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان صدرهیواد والو ته په انتخاباتو مبارکې ویلې ده


د خالي په ورځ شوي انتخاباتو کې خلکو په دومره لویه شمیره کې برخه اخېسېتې وه چې د ووټ اچونې په ځېنې مرکزونو کې د ووټونو کاغذونه ختم شوي وو
د خالي په ورځ شوي انتخاباتو کې خلکو په دومره لویه شمیره کې برخه اخېسېتې وه چې د ووټ اچونې په ځېنې مرکزونو کې د ووټونو کاغذونه ختم شوي وو
د افغانستان صدر حامد کرزي افغانانو ته صدارتي انتخاباتو کې په پراخه کچه شرکت کولو باندې مبارکي ویلې ده، ددې پرته چې طالب وسله والو د ووټو دړې وړې کولو او پکې د گډن خلاف دړکې کړې وې.
افغان صدر وايي ووټونو کې په گڼه شمیره کې شرکت د لارې افغانانو خپل هیواد ته افتخار او کامیابي ورنصیب کړه.
د خالي په ورځ شوي انتخاباتو کې خلکو په دومره لویه شمیره کې برخه اخېسېتې وه چې د ووټ اچونې په ځېنې مرکزونو کې د ووټونو کاغذونه ختم شوي وو.
ووټونو سرته د رسیدو ورسته، اوس د شمیرې کار شورو شوی دی. ابتدائي نتائج ددې میاشت د اخیره پورې متوقع دي خو حتمي نتیجې به د مۍ د میاشت په ١۴ نیټه معلومیږي.
په اته وو صدارتي امیدوارانو کې که چا هم ٥٠ فیصد ووټونه وا نه خېستل نو انتخابات به په دویم پړاؤ بیا کولی شي.
انتخاباتو د پاره د امنیت کلک گامونه پورته کړی شوي وو. طالبانو د انتخاباتو گډوډلو دړکې کړې وي او د ووټونه نه وړاندې د تشدد پیښو د امنیت اندیښنې راپورته کړې وې خو د ووټونو ورځ زیاتره پرامنه وه.
افغانستان کې د ملگرو ملتونو نمائنده جان کوبس هم ووټونو کې په پراخه کچه شرکت کولو باندې د افغانانو ستائنه وکړه.ټ
د امریکې صدر براک اوباما هم د افغانستان انتخابات تاریخي ووگرځول او هیواد کې د امنیت دپاره يي د امریکایانو د قربانو ذکر هم وکړو. هغه وویل د جمهوري ائنده دپاره د افغانستان انتخابات انتهائي اهم وو.
د صدارت د چوکۍ دپاره درې امیدوران اهم گڼلی کیږي چې پکې د خزاني پخوانی وزیر اشرف غني، پخوانی خارجه وزیر زلمې رسول او عبدالله عبدالله دي. عبدالله عبدالله هم خارجه وزیر پاتې شوی دی.
د صدارتي انتخاباتو سره سره د ولایتي شوراگانو ۴٥٠ چوکو دپاره هم د خالي په ورځ ووټونو اچول شوي دي.
د افغانستان د ائین ترمخه، افغان صدر حامد کرزي د دریم ځل دپاره صدارتي انتخاباتو کې برخه نشوه اخېستی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG