لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرزي کابل کې په اوسنو بريدونو اؤ د طالبانو په لمسولو پاکستان تورن کړى


کرزي خارجه وزير جان کيري ته وئيلي چې ( دکابل) حملې دپيچيده نوعيت وې اؤد” بهرنو خفيه ايجنسو“ له لوري منظم شوې وې
کرزي خارجه وزير جان کيري ته وئيلي چې ( دکابل) حملې دپيچيده نوعيت وې اؤد” بهرنو خفيه ايجنسو“ له لوري منظم شوې وې
افغان صدر حامد کرزي دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري سره ټيليفوني خبرو کې کابل کې دبريدونو په اوسنۍ لړۍ پاکستان تورن کړى اؤ وئيلي يې دي چې پاکستان طالبانو سره دامن تړون ترسره کولو کې دهغه دحکومت مخه نيسي.
صدر کرزى عموماً په اسلام اباد دغه رقم تورونه لګوي خو دتيرې اوونۍ راهسې کابل کې دپرله پسې حملو ترسره کيدو وروستو هغه په ځانګړې توګه په پاکستان تورونو کې زياتوالى راوستى.
حامد کرزي په اسلام اباد دغه تورونه وروستو له هغې لګولي چې په تيرو پنځوؤ ورځو کې دافغانستان پلازمينه کابل کې درې منظمې حملې وشوې چې پکې وروستۍ دخالۍ په ورځ دټولټاکنو دخپلواکه کميشن په ودانۍ شوې وه.
پاکستان له دې وړاندې په سرينا هوټل شوې حمله غندلې وه اؤ دافغان حکومت له لوري په دغه لګيدلي تورونه يې رد کړي وؤ، خو دافغان صدر له لوري دنوؤ لګول شوؤ تورونو په اړه تر دې مهاله دپاکستان دحکومت له لوري کوم غبرګون مخې ته نۀ دى راغلى.
دخالي په ورځ صدر حامد کرزي خارجه وزير جان کيري ته وئيلي چې ( دکابل) حملې دپيچيده نوعيت وې اؤد بهرنو خفيه ايجنسو له لوري منظم شوې وې، دهغه دغه اشاره په ظاهري ډول دپاکستان دانټرسروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) په لوري وه.
حامد کرزي جان کيري ته دا هم وئيلي چې هغه دامريکا دا دليلونه نۀ مني چې ګنې په هاغو هيوادونو کوم اثرورسوخ نۀ لري کوم چې دترهه ګرۍ دملاتړ کوي اؤ زياته کړې يې ده چې دامريکا لخوا دپاکستان دخفيه ايجنسۍ دتعقيب کولو څخه انکار دامريکا اؤ افغانستان ترمينځ اړيکې نورې هم خرابولى شي.
طالبانو په کابل کې داوسنو حملو ذمه واري په غاړه اخستې اؤ ډير کم څيړونکي دکرزي ددې تورونو سره اتفاق کوي چې ګنې دغه حملې طالبان نۀ بلکې دپاکستان خفيه ايجنسۍ ترسره کوي.
پاکستان په تيرو وختونو کې دافغان حکومت ددې دريځ ترديد کړى چې ګنې هغوي اوس هم دطالبانو ملاتړ کوي.
دافغانستان داساسي قانون لاندې صدر حامد کرزي په پنځم اپريل افغانستان کې ترسره کيدونکو ټاکنو کې دبرخې اخستو اجازت نۀ شته ، ځکه چې هغه پرله پسې دوه ځله دهيواد صدر پاتې شوى اؤ په دريم ځل دصدر جوړيدو څخه اساسي قانون هغه منعې کوي.
صدر حامد کرزي دواشنګټن سره هم په هاغه دوه اړخيزه امنيتي تړون (بي ايس اى) دلاسليک کولو څخه انکار کوي چې ترمخه به يې د٢٠١٤م څخه وروستو افغان پوځ ته دتربيت ورکولو اؤ دالقاعده سره دتړلو جنګيالو په ضد کارروائيو کې دملاتړ لپاره نزدې دولس زره امريکائي عسکر په افغانستان کې پاتې کيږي.
په افغانستان کې ددغه تړون لپاره دزيات ملاتړ باوجود هم صدر کرزى وائي هغه لمړى امريکا دطالبانو اؤ افغان حکومت ترمينځ دامن تړون ترسره کولو کې مدد وکړي.
دافغانستان دصدارتي محل ترمخه ټيليفوني خبرو کې کرزي کيري ته وويل چې طالبان دافغانستان دامنيتي شورا سره خبرو ته ليواله دي خو پاکستان هغوي منعې کوي.
دافغانستان امنيتي شورا دصدر له لوري جوړه کړل شوې يوه ٨٠ کسيزه ډله ده چې مقصد يې دافغان طالبانو اؤ حکومت ترمينځ جوړجاړى راوستل دي.
طالبانو له دې وړاندې دافغان صدر سره دڅه رقم مذاکراتو څخه انکار کړى اؤ دريځ لري چې هغوي دافغان صدر سره خبرې نۀ غواړي.
بل لوري ته په افغانستان کې ميشتو ائتلافي ځواکونو وئيلي دي داتوار په ورځ دافغانستان په يو جنوبي ولايت کې دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې يو ائتلافي عسکر وژل شوى د

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG