لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف:دافغانانو په مشرۍ افغانستان کې دامن دعمل پلوي يو


افغانستان کې دامنيت دټينگښت په عمل کې دپاکستان کردار مهم بللى شي
افغانستان کې دامنيت دټينگښت په عمل کې دپاکستان کردار مهم بللى شي
پيښور-
دخالي په ورځ دپاکستان وزيراعظم وئيلي دي پاکستان اؤ افغانستان دامن لپاره پرله پسې پرمختگ کوي ځکه چې پرامنه افغانستان دپاکستان په گټه دى.
دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف دخالي په ورځ افغان صدر حامد کرزي سره په افغان امن عمل خبرو اترو لپاره دافغانستان پايتخت کابل ته په يو ورځني سفر رسيدلى دى.
کابل کې افغان صدر حامد کرزي سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې وزيراعظم نواز شريف وويل پاکستان افغانستان سره ښې اړيکې لرل غواړي اؤ په هر پړاؤ به دافغانستان ملاتړ دوامداره ساتي.
هغه وويل دنيټو ځواکونو دوتلو اؤ دامن عمل په حواله افغانستان دتاريخ په يو هم پړاؤ ولاړ دى اؤ افغان اولس به دخپل قسمت فيصله پخپله کوي.
نواز شريف زياته کړه افغان اولس به د٢٠١٤م څخه وروستو دچيلنجونو سره مخ کيږي، پاکستان به دافغانانو په مشرۍ دامن عمل ملاتړ کوي
همدغه شان صدر حامد کرزي وويل هغه پاکستان اؤ افغانستان دترهه گرۍ څخه پاک ليدل غواړي.
هغه وويل پاکستاني وزيراعظم سره په ليدنه کې يې (افغانستان څخه ) دنيټو ځواکونو دوتلو وروستو په رامينځته کيدونکي صورتحال خبرې اترې کړي دي.
له دې وړاندې چې کله وزيراعظم نواز شريف صدر حامد کرزي سره ليدنې لپاره صدارتي محل ته ورسيدو نو هغه ته سلامي ورکړل شوه.
دمئ په مياشت کې اقتدار ته درسيدو وروستو کابل ته دوزيراعظم نواز شريف دغه لمړى سفر دى اؤ په داسې حال کې ترسره کيږي چې دواشنگټن اؤ کابل ترمينځ د٢٠١٤م څخه وروستو افغانستان کې دامريکائي پوځيانو دموجوديت په اړه په يو تړون دصلاح لپاره هڅې روانې دي.
افغانستان کې دامنيت دټينگښت په عمل کې دپاکستان کردار ځکه مهم بللى شي چې دغه هيواد د١٩٩٦ء څخه تر ٢٠٠١ء پورې افغانستان کې دطالبانو دواکمنۍ ملاتړ کړى ؤ اؤ تور پرې لگول کيږي چې دطالبانو دتحريک ځينو مشرانو ته يې پناه ورکړې ده.
ټاکل شوې ده نواز شريف به دافغانستان دامنيتي شورا دغړو سره هم ليدنه کوي، ددغه شورا مقصد د٢٠٠١ء څخه دامريکا په مشرۍ دنيټو ځواکونو په ضد په هلو ځلو بوخت طالب جنگيالي دمذاکراتو ميز ته راوستل دي.
پاکستان وائي افغانستان کې دامن عمل دودې لپاره يې اوس اوس يې دطالبانو پخوانى دوهم مشر ملا عبدالغني برادر خوشې کړى اؤ کابل دطالبانو دمذاکراتو ميز ته په راوستو کې دښاغلي برادر کردار ته دقدر په سترگه گوري.
خو دطالبانو سرچينې وائي چې برادر اوس هم دپاکستان دننه په فعاله توگه دزندان دننه دى اؤ ددې خبرې هم هيڅ پخلى نۀ دى شوى چې پاکستان ته دخپل اوسني سفر په مهال دافغان امنيتي شورا دهغه سره ليدنه کړې که نه؟
صدر حامد کرزى چې په راتلونکي کال کې به دخپلې عهدې څخه مستعفي شي، واشنگټن سره په هاغه دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک کولو کې دځنډ څخه کار اخلي چې ترمخه به يې ٢٠١٤ء کې افغانستان څخه دنيټو ځواکونو دوتلو وروستو هم افغان پوځ ته دتربيت اؤ القاعده سره دتعلق لرونکو جنگيالو په ضد جگړه کې دمرستې لپاره ځينې امريکائي پوځيان افغانستان کې ايسار وي.
واشنگټن ددغه تړون زر تر زره مکمليدو ته ليواله دى خو په صدر کرزي تور لگوي چې دلويې جرگې دتائيدولو پرته يې په ياد شوي تړون دلاسليک لپاره شرطونه ايښودي.
صدر حامد کرزي دجمعې په ورځ په يو فضائي بريد کې ديو کلن ماشوم په وژل کيدو هم دنيټو په ځواکونو نيوکه کړې وه اؤ وئيلي يې وؤ دغه حمله په ډاگه کوي چې امريکائي پوځيان دافغانانو دژوند لپاره درناوى نۀ لري
نيټو په دغه حمله کې اولسي وگړو ته په مرگ ژوبله اوښتو بخښنه غوښتې اؤ وئيلې يې دي په دغه بريد کې هلمند کې دافغان عسکرو په ضد په هلو ځلو بوخت يو طالب کمانډر په نخښه کړل شوى ؤ.
افغانستان کې دامن عمل وروستو له هغې دځنډ ښکار شوى چې سږکال دجون په مياشت کې قطر کې دطالبانو په پرانستل شوي دفتر صدر حامد کرزي دغه دفتر ته په ورکړل شوي نوم اؤ ځړول شوي بيرغ نيوکې وکړې.
کابل ته دنواز شريف درسيدو څخه وړاندې دپاکستان دخارجه دفتر وياند اعزاز احمدچوهدري پخپل يو بيان کې وئيلي وؤ دواړه مشران به افغانستان کې دامن اؤ جوړجاړي په عمل بحث کوي

Recommended

XS
SM
MD
LG