لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمینسټي د ډرون خلاف خو وزیرستانیان ورته ابابیل واېې


Drone
Drone

په پاکستان کې د ډرون حملو په اړه د بخښنې نړيواله ادارې اېمنسټي انټر نېشنل رپورټ ته په ځواب کې وایټ هاوس وايي دغه حملې قانوني، موثره او رسا دي. او ددې حملو دفاع ېې کړې ده. څېړونکي واېې د اېمنسټي انټر نېشنل رپورټ او مځکني حقيقتونه ېو بل سره په ظاهره تضاد لري . اېمنسټي انټر نېشنل د سه شنبې په ورځ خپل یو رپورټ کې ویلي د پاکستان په قبایلي سيمه شمالي وزيرستان کې د امريکایی ډرون بريدونو له امله د ترهگرو تر څنگ ۴٠٠ بې گناه انسانان هم وژل شوي او غوښتنه ېې کړې ددې وژنو په حقله باید متحده ایالات جوابده وي او رپورټ واېې ډرون بريدونه د جنگي جنایتونو برابر دي .
د نړيواله ادارې ددی رپورټ پحقله ډيوه رېډېو ته پروفېسر زبېر محسود ویلي په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د پټو شوو ترهگرو په ضد یوازينۍ کامیابه ستراتيجي د ډرون حملې دي. هغه واېې په ځایی خلکو کې ډرون ته ابابيل ویلي کېږي. د نوموړي اشاره د مسلمانانو کتاب قران پاک کې سوره فيل ته وه. په سوره فيل کې الله پاک د اسلام نه وړاندې د هغه وخت د ېو ظالم واکمن کیسه کوي. په کيسه کې ظالم واکمن ابراها په هاتیانو سور په کعبه شریف حمله کول غواړي. خو سوره واېې د هغه په ضد ابابيل (توتکرکي) مرغیو د خاورو تودی ټوټې ورولې وی او د ابراها و ټول پوځ ته ېې ماتې ورکړه.
پروفېسر چې پخپله د وزيرستان اوسیدونکې دی او دا وخت د امریکا په انډېانا پوهنتون کې د نړيواله قانون پي اېچ ډي کوي. هغه اووېل ډرون بريدونه د جنگي جنایتونو په زمره کې نه راځي. هغه واېې د پاکستان هواېې ځواکونه هلته ١١ زره بمونه کارولي ٥٥٠٠ زره هدفونه ېې ويشتلي په سلهاو خلگ ېې وژلي او په زرهاو کورونه ېې هوار کړي د هغو پوښتنه ولې نه کېږي ؟ هغه اوویل په قبایلي سیمه کې عام خلق د ډرون الوتکو ته ابابيل واېې او که چري د ابابيل الوتنې وتړل شوې نو ددی مطلب به دا وي چې قبایل به لاس تړلي و ترهگرو ته وسپارل شي.
د انگریزۍ وتلې مجلې دي اکانومسټ د ١٩م اکتوبر په رپورټ کې ليکلي د قبایلي سيمو خلکو ورته وېلي د پاکستاني پوځ د توپو د ډزو نه د ډرون بريدونه غوره گڼي. رپورټ واېې قبایلو ورته په کلکه وېلي د ډرون حملې اکثره اولسي خلک نه وژني. دا هغه نظر دی چې د پاکستان په ميډيا کې نه ليدل کېږي.
په پاکستان کې د څېړنې یوه اداره ایس ار ایس ایس واېې روان کال ېواځې د ستمبر په مېاشت کې د ترهگرۍ له امله نزدې ٥٠٠ کسان وژل شوي. د پاکستان د حکومت دعوا ده چې په تېرو لسو کالو کې ترهگرو نزدې ٥٠٠٠٠ زره پاکستانېان په بمونو او ځانمرگي بريدونو کې الوزولي دي. اکثره وژل شوي د قبایلي سيمو او خېبر پښتونخوا اوسیدونکي دي. امريکه او د هغې اېتلافیان باور کوي چې مشکوک ترهگر د پاکستان په قباېلي سيمو او په تیره په وزيرستان کې اوسېږي. او د هغه ځایه پاکستان ، افغانستان او نوره نړۍ کې د ترهگرۍ منصوبې جوړوي.
please wait

No media source currently available

0:00 0:08:26 0:00
Direct link

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG