لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هنگو : د درې پوليسو په گډون څلور کسان په ډزو وژل شوي


د قبائيلي سيمې اورکزو ايجنسۍ سره په پوله پرته هنگو ضلع کې پرله پسې په دوهمه ورځ د وژنو دغه پېښه رامنځته شوې ده .
د قبائيلي سيمې اورکزو ايجنسۍ سره په پوله پرته هنگو ضلع کې پرله پسې په دوهمه ورځ د وژنو دغه پېښه رامنځته شوې ده .

د پاکستان خېبرپختونخوا صوبې په هنگو ضلع کې نامالومه وسله والو د پوليس په يو چيک پوسټ ډزې کړي ، چې په نتيجه کې يي درې پوليس او لاروی وژل شوی دی .

په هنگو ضلع کې دغه پېښه نن د گل په ورځ سحر د قاضي اباد په سيمه کې رامنځته شوې ده ، او پوليس پېښه کې د درې پوليسو او يو بل ۱۵ کلن هلک د وژنې هم پخلی کوي .

د هنگو ضلعې د پوليس مشر انور سعيد کنډي په وينا ، څلور وسله وال په يو موټر کې راغلي او د پوليس چيک پوسټ سره يي ودرولی دی ، چيک پوسټ کې موجودو پوليسو باندې يي ډزې کړي ، چې پکې درې پوليس او لاروی کس وژل شوي دي .

پوليس چارواکي وايي حمله کوؤنکي د موقعې څخه تښتېدلي دي ، او د پېښې وروستو پوليسو په علاقه کې د پلټنې عمليات پېل کړي دي .

د قبائيلي سيمې اورکزو ايجنسۍ سره په پوله پرته هنگو ضلع کې پرله پسې په دوهمه ورځ د وژنو دغه پېښه رامنځته شوې ده .

د اتوار په ورځ د تورې غونډۍ په سيمه کې نامالومه وسله والو د جمعيت علمااسلام (ف) ډلې ځايي مشر مولانا شېرعالم فاروقي په ډزو وژلی ؤ .

د خېبرپختونخوا صوبې په مختلفو سيمو کې په وروستيو کې د سياسي ، مذهبي او امنيتي غړو په وژنو کې زياتوالی په داسې مهال مخې ته راغلی ، چې په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دوسله والو په ضد د ضرب عضب په نوم عمليات روان دي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG