لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فلم: آمکا او درې طلایی اصول، یو کتنه


Babar Ahmed, director of AMKA
Babar Ahmed, director of AMKA
د بابر احمد د منګولیا د آمکا قېصه ډیره ساده خو د مقصدیت او پیغام سره پکې د منګولیانو د زوړ کلتوري ژوند او تازه دولت مندۍ ته کتنه شوې ده. فلم کې ښودل کېږي چې ېو ېتیم لس کلن هلک امکا چې کله د سرو زرو سکه بیا مومي نو د خپل مشر ورور او، خوږې ورکوټې خور نه ېي زړه واوړي، د خپلو ملګرو او خپلوانو نه جدا شي. د فلم هدایتکار بابر احمد واېي 'امکا او درې طلایی ا صول, د منګولیانو د پخوا او ، وس د ډېرو وسائلو د پېدا کیدو په رڼا کې جوړ شوې فلم دی. بابر واېي:
"منګولیا دا وخت ډیر وسائل لري، خلقو د منګولیانو د800 کاله زوړ ژوند او چنګېز خان په حقله اوریدلي خو په تېرو شلو کالو کې دغلته تېل، یورېنئیم، کاپر او د سرو زرو ذخېرې موندل شوي ځکه دغلته وس بی کچه وسائل دي. په داسې کې د منګولیا سره دوه لارې دي. یوه دا چې د نوي دولت راتلو سره خپل زوړ کلتور وساتي. او بله دا چې هر څه پریږدي او ماده پرستي شورو کړي. هم دغه ددې فلم پېغام دی".
Amka film review
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

په فلم کې د آمکا قېصه هغه وخت خوند واخلي چې آمکا د ډیر دولت مند کیدلو وروستو ټول مال په لوفرۍ کې اوبائلي او بیا د خپلوانو او دوستانو د قرضونو لاندې ګېر شي. او چې کله ترې دوستان د قرض غوښتو هڅه کوي نو دی ورسره د ډیرې نېست مندۍ په حال کې جګړه وکړي او کور پریږدي ، د تره کره خپل لرې پروت پلارني کلي ته لاړ شي. بابر واېي امکا ته ېي تره د ژوند درې بنیادي اوصول اوښاېي ، گټه وټه، خرچ کول او خوندي کول. آمکا په کلي کې د خپل تره نه د تربیت اخستو وروستو ښار ته ستون شي.
بابر آمکا په منگولیا کې جوړ کړی او کار کونکي هم پکې ځایی عام خلق دي، بابر وایی داسی ښکاري چې منگولیان د کیمرې سره پېدائشي اشنا وي، بابر زیاتوي چې د منگولو او پاکستاننیانو په کلتور کې د یو شان والي په وجې ورته هلته څه مشکلات نه وو. د فلم په زیاتره منظرونو کې ښه اداکاري ليدل کېږي چې د هدایت کار تکړه توب ښایی.
د بابر فلم د امریکا په نیویارک کې د نیو یارک ایشیا هندۍ فلمي میلې یا فیسټیول په څوارلسم ټوک کې ښودل کیدلو. د دغې فېسټېول مشره آرون شېو ډیساېي واېي آمکا د بابر دوېم فلم دی چې دوي ېي ښاېي. "بابر زمونږ د فلمي مېلې مخکې هم برخه ؤ ، څو کاله وړاندې هغه جینېئس فلم راوړې ؤ. او د هغې لپاره ېي ایوارډ ګټلې ؤ. بابر زلمې او تکړه هدایتکار دی".
د بابر فلم ستاېئنه هلته موجودو نندارچیانو هم کوله. په دغه نندارچیانو کې په امریکا کې مشهوره هندوستانۍ اداکاره شيتل سېټ هم وه. شيتل واېي" زه دلته ددې مېلې د ېوې ملاتړې په توګه راغلې یئمه. بابر میلې ته یو ښه فلم راوړی دی".
بابر په پاکستان کې زیږیدلې په لندن کې ېې زدکړې کړي او په امريکه کې ېې د فلمونو جوړولو تربیه کړې . بابر واېي دی په پاکستان کې هم د فلمونه جوړول رزومند دی خو وایی لا ورته موقع نه ده برابر شوې. د فلم پوهان وايي د بابر سبا روڼ دی.
  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG