لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لوگر: ځان مرگي بريد کې نهه ملکي سرتيري وژل شوي


د لوگر د والي وياند زياته کړې د بريد په ترڅ کې نزدې کورونو او يو جومات هم زيان اوختی دی .
د لوگر د والي وياند زياته کړې د بريد په ترڅ کې نزدې کورونو او يو جومات هم زيان اوختی دی .

د افغانستان په لوگر صوبه کې يو ځان مرگي بريد کوؤنکې د بارودو ډک گاډی د پوليسو په مرکز الوزولی ، چې پکې نهه ملکي سرتيري وژل شوي ، وژل شوؤ کې شپږ پوليس او درې پوځي عسکر دي .

د راپورونو ترمخه دغه پېښه نن د خالي په ورځ د لوگر صوبې په ارزي ضلع کې رامنځته شوې ده . د لوگر د والي د وياند دين محمد دروېش په وينا ځانمرگي د بارود ډک گاډی د ماسپښين نه وروستو د امنيتي سرتيرو د مرکز نه تمبولی دی .

نوموړي پېښه کې د شپږو ملي پوليسو او درې د ملي اردو د عسکرو د وژنې پخلی کړی ، او وئيلي دي پېښه کې ۲۰ نور عام ملکي وگړي هم ژوبل شوي دي . او راپورونه وايي په ژوبلو کې د شپږو کسانو روغتيايي حالت مرگونی دی .

د لوگر د والي وياند زياته کړې د بريد په ترڅ کې نزدې کورونو او يو جومات هم زيان اوختی دی .

د پېښې زمه واري کومې ډلې په غاړه نه ده اخيستې .

لوگر د افغانستان پلازمينې کابل سره جوخته صوبه ده ، او په وروستيو کې په دغې سيمه کې د بدامنۍ په پېښو کې سېوا والی مخې ته راغلی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG