لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې٣ امریکایان وژل شوي دي


لغمان کې په جنازه ځانمرگي حمله کې زخمي شوی یو کس د جلال آباد هسپتال ته راوړلی کیږي
لغمان کې په جنازه ځانمرگي حمله کې زخمي شوی یو کس د جلال آباد هسپتال ته راوړلی کیږي

د افغانستان سرښار کابل په هوائي اډه د یوې امریکائي کمپنۍ درې امریکائي کارکونکې وژل شوي دي او یو امریکائي دفائي چارواکې ویلي وژنې د امنیتي ځواکونو دننه حمله ښکاره کیږي.

د فرانس خبري ادارې ای ایف پي خپل یو رپورټ کې ویلي وژل شوي کسانو د امریکې ددفاع وزارت لپاره کار کولو او د افغانستان د هوائي پوځ د تربیي په وظیفه مامور وو. رپورټ وايي درې واړه کسان په ډزو ویشتلی شوي وو.

غربي عسکر او غیر پوځي کارکونکې چې د افغان امنیتي ځواکونو د تربیي دنده لري د افغان امنیتي ځواکونو په دریشۍ کې د وسله والو لخوا د خونړۍ حملو سره مخامخ شوي دي چې انسائډر اټیک یا ددننه حملې ورته ویل کیږي.

ددننه حملو مخنیوي دپاره افغانستان کې نیټو ځواکونو خصوصي امنیتي اقدامات اخیتار کړې دي.

د کابل هوائي اډه چې د سختو امنیتي گامونو د لاندې ده، د پوځي او تجارتي مقاصدو دپاره استعمالیږي. د هوائي اډې یوه برخه د مسافرو د هوائي جهازونو د استعمال د لاندې ده او بله برخه يي د نیټو د استعمال دپاره مخصوص کړی شوي ده.

کابل کې د امریکائي شهریانو وژنه په داسې ورځ شوي چې د افغانستان په ختیز کې په جنازه باندې ځانمرگي حمله کې ١٦ کسان ووژل شو.

د لغمان ولایت مرکز مهتر لام کې د سړک په غاړه د بم چاودیدو په نتیجه کې د وژل شوي یو پولیس افسر او دواو نورو کسانو د جنازې په وخت ځانمرگي حمله وشوه.

د ولایت ترجمان سرحدي ژواک ویلي په جنازه حمله کې د پولیس د تحقیقاتو څانگې مشر خلیل نیازي هم وژل شوی دی.

په سمدستي توگه د برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې خو چارواکې وايي داسې ډول حملې طالب وسله وال کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG