لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړي والې غونډې په موقع د افغانستان د نوي حکومت ستائنه


د امریکې خارجه وزیر یا سیکریټري اف سټیټ جان کیري د افغان مشرانو د کوششونو ستائنه وکړه
د امریکې خارجه وزیر یا سیکریټري اف سټیټ جان کیري د افغان مشرانو د کوششونو ستائنه وکړه

د برطانيي سرښار لندن کې د افغانستان د ائنده په موضوع کیدونکې نړې وال کانفرنس په موقع د امریکې خارجه وزیر جان کیري د افغانستان د نوي حکومت د کوششونو ستائنه وکړه خو وې ویل د نوي افغان حکومت د تگ لارې نتیجو په رابرسیره کېدو کې به لا څه وخت لگي.

غونډې ته وینا کې افغان صدر اشرف غني نړي والو مشرانو ته هیواد کې د اقتصاد، امنیت او قانوني اصلاحاتو خپله تگ لاره په ډاگه کړه. ددې ترڅنگ هیواد کې د اداري فساد یا د بډو رشوتونو د مخنیوي، د اقلیتونو او د زنانه ؤ د حقوقو صورتحال بهتر کولو دپاره خپل اقدامات څرگند کړل.

صدر اشرف غني وویل نه یواځې دا چې صحیح تگ لار لري بلکه د وړاندې تگ د پاره سیاسي اداره هم لري، خپل سرنویشت خپلوي او همکارۍ ته اړتیا لري نو ځکه نړي والې ټولنې سره په شریکه کار کولو ته سترگې په لاره دی.

اشرف غني وویل لکه د نورو هیوادونو نړۍ سره د اقتصاد او د سرمایه کارۍ دلارې تعلقات برابرول غواړي او په خارجي عسکري او مالي امداد انحصار ختمول غواړي.

د لندن غونډه افغانستان سره د مرستندویه هیوادونو یا ادارو لخوا د امداد په اړه نه بلکه ددې مقصد صدر اشرف غني او د افغانستان انتظامي مشر عبدالله عبدالله ته دا موقع برابرول وو چې خپله د ائنده تگ لاره نړي والې ټولنې ته پیښ کړې، سیاسي ملاتړ او هیواد کې د نړي والې ټولنې سرمایه کاري ترلاسه کړي.

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د لندن په غونډه کې موجودگي نړي والې ټولنې دپاره د ډاډ وړ خبره وه. نواز شریف لوظ وکړو چې د جنگ د صورتحال نه وتلو په سفر کې به د افغانستان ملاتړ کوي
د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د لندن په غونډه کې موجودگي نړي والې ټولنې دپاره د ډاډ وړ خبره وه. نواز شریف لوظ وکړو چې د جنگ د صورتحال نه وتلو په سفر کې به د افغانستان ملاتړ کوي

د امریکې خارجه وزیر یا سیکریټري اف سټیټ جان کیري د افغان مشرانو د کوششونو ستائنه وکړه.

جان کیري وویل نن د افغانستان حکومت ښه وړمبی قدم پورته کړو، یو داسې حکومت چې خپله خبره په واضحه ډول کولی شي، داسې حکومت چې متحد دی او د ائنده په هکله روښانه نظر لري خو بیا هم جان کیري زیاته کړه د حلوه د خوند اندازه ددې د سکلو نه کیږي او په دې کې به وخت لگي چې وکتلی شي د افغان حکومت تگ لاره څه نتیجې برڅیره کوي.

جان کیري وویل طالبان به حملې جاري ساتي خو ددې میاشت په اختتام د هیواد د امنیت ذمه وارۍ په لاسو کې د اخیستو ورستو افغان ځواکونه به ددې جوگه وي چې د تشدد مخه ونیسي.

امریکائي چارواکې زیاته کړه که چرې افغان حکومت ټولو ډلو ته حکومت کې برخه ورکولو کې کامیابیږي، د انساني حقوقو صورتحال ښه کوي او اقتصاد بهتر کړي نو افغانان تندلارو نه په اوړولو قانع کولی شي.

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د لندن په غونډه کې موجودگي نړي والې ټولنې دپاره د ډاډ وړ خبره وه. نواز شریف لوظ وکړو چې د جنگ د صورتحال نه وتلو په سفر کې به د افغانستان ملاتړ کوي.

افغانستان سره د مرستې د نواز شریف لوظ جان کیري د خوشبینۍ خبره وگرځوله. خو هغه زیاته کړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تیرو وختونو بې اعتمادي ختمولو دپاره صدر اشرف غني او وزیراعظم نواز شریف چې کوم وړمبي قامونه اخیستي پکار ده چې نور قدمونه پرې هم کښیودل شي.

نوازشریف افغانستان سره د تعلقاتو د نوي باب پرانستلو خبره کړې ده او اشرف غني د صدارت په چوکۍ د کښېناستو ورسته خپل دویم سرکاري سفر د چین ورستو پاکستان ته کړې دی چې ښائي هغه هم پاکستان سره د ملگرتیا تعلق غواړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG